ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په لوګر کې  ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي

چارواکي: په لوګر کې ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي

author avatar
3 Jul 2018 - 11:43
چارواکي: په لوګر کې  ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي
author avatar
3 Jul 2018 - 11:43

پل علم(پژواک،١٢چنګاښ٩٧): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې په مرکز پل علم او محمد اغې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  تېره شپه د مرکز اړوند د الوزيو په سيمه کې د صفر يک ځانګړې قطعې له لوري هوايي او ځمکني عمليات ترسره شوي دي.

هغه وايي: (( په یادو عملیاتو کې د ځانګړې قطعې له خوا هغه ځایونه په نښه شوي چې وسله وال په کې راټول وو او د خپلو شومو عملیاتو پلان یې جوړاوه.))

احمدزى وايي چې په دې عملياتو کې ٢٠ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور ژوندي نيول شوي او د طالبانو يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د هغه په وينا، ياد عملیات د شپې له ۹ بجو پیل شوي وو او تر سهاره يې ادامه درلوده چې هوايي ځواکونو هم په کې برخه اخيستې وه.

دغه راز احمدزي وويل چې امنيتي ځواکونو له وړمې ورځې راهيسې د محمد اغې ولسوالۍ په اب پران سيمه کې هم عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې ١٧ طالبان وژل شوي او شپږ نور تپيان دي او عمليات لا هم روان دي.

احمدزي په يادو جګړو کې د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبل په اړه څه ونه ويل.

دغه راز د اب پران سيمې يوه اوسېدونکي حارث پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوى په سيمه کې سخته جګړه روانه وه.

هغه وايي: (( دلته پر يو کور هوايي بريد هم شوى، خلک وايي چې طالبان په کې ټول شوي و،خو طيارې پرې بم غورځولى دى.))

حارث په دې جګړه کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه درلودل.

په همدې اړه د لوګر د ولايتي شورا رييس حسيب الله ستانکزي پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې ولايت کې امنيتي ستونزې له حده ډېرې شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.