ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا امنيې قوماندانۍ د ودانۍ جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي

د پکتيا امنيې قوماندانۍ د ودانۍ جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي

author avatar
3 Jul 2018 - 14:58
د پکتيا امنيې قوماندانۍ د ودانۍ جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي
author avatar
3 Jul 2018 - 14:58

ګردېز(پژواک،١٢چنګاښ٩٧):د نا معلومو دلايلو له مخې د پکتيا د امنيې قوماندانۍ د ودانۍ د جوړېدو چارې په ټپه ولاړې دي.

شاوخوا اته مياشتې وړاندې د وسله والو طالبانو په دوو لويو موټر بم بريدونو کې د پکتيا د امنيې قوماندانۍ ودانۍ ويجاړه او لسګونه نظامي او ملکي خلکو ته په کې مرګ، ژوبله واوښته.

په تېره وري مياشت کې ولسمشر اشرف غني ګردېز ته په خپل دوه ورځيني سفر کې د ځينو نورو پروژو تر څنګ د امنيې قوماندانۍ د نوې ودانۍ د جوړېدو د چارو پرانيسته هم وکړه.

کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک هغه مهال په ځنډ د قوماندانۍ د نوې ودانۍ د چارو په پيل خواشيني څرګنده کړې وه او ويلي يې و، چې پيل کړې چارې به څاري او د ژر بشپړېدو هڅه به يې وکړي.

د رسمي پرانيستې پر مهال د ودانۍ د جوړېدو کارونه څو ورځې روان و، خو اوس يې د جوړېدو چارې په نامعلوم دليل په ټپه ولاړې دي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال ګل اقا روحاني د چنګاښ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چارو بندېدو لامل دوی ته هم نه دی معلوم او څو ځله يې د کارونو د بېرته پيلېدو له ژمنې سربېره عملي اقدام نه دی شوی.

روحاني وايي چې د ودانۍ د نشتون له امله يې اداري کارونه له ستونزو سره مخ دي.

نوموړي وويل: ((په ولې يې موږ هم نه پوهيږو، راته ويل يې چې نن او سبا شروع کيږي، خو تر اوسه پاتې دي، ډېر وخت تېر شو، بايد اوس تعمير جوړ شوی وای او موږ نورمال خپل کارونه کړي وای، زموږ تعمير او ساختمان د ټول ولايت په وضعيت باندې تاثير لري.))

دغه راز په دې اړه د پکتيا والي شميم خان کټوازي په کورنيو چارو وزارت کلکه نيوکه وکړه چې له تېرو اته مياشتو راهيسې يې له دې ولايت سره نه يواځې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې، بلکې په دې برخه کې يې خپل مسووليت هم نه دی تر سره کړی.

کټوازی وايي: ((کورنيو چارو وزارت له دې ولايت سره په تېرو اته، نهو مياشتو کې چې پر قوماندانۍ بريد شوی، تر نن ورځې پورې هېڅ ډول همکاري نه ده کړې، بيا يې وايم، کورنيو چارو وزارت له موږ سره په تېرو اته مياشتو کې چې کومه ژمنه کړې وه يا هغه څه چې بايد يې کړي وای، تر اوسه په مطلق ډول نه دي کړي.))

بل لورته د لويې پکتيا ټولنې مشر سيد جمال اصف خېل وايي، د امنيې قوماندانۍ د ودانۍ نشتون نه يواځې د پوليسو او مراجعينو چارې له ځنډ سره مخ کوي، بلکې په بريد کې ويجاړه شوې پخوانۍ ودانۍ او ځينې نور بلاکونه هم هماغسې ويجاړ پاتې دي، چې د پولیسو په روحيه هم ناوړه اغېز کوي.

اصف خېل وویل: ((ودانۍ چې نه وي، نو څوک کار چېرته وکړي او څنګه منظم کار تر سره شي؛ دا واقعا د افسوس وړ خبره ده، کورنيو چارو وزارت له پکتيا سره توپيري چلند کوي، که نه د يوې ودانۍ جوړول خو دومره سخت نه دى.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.