ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ورزشکاران: د تمرين او لوبو لپاره جمنازيم نه لرو

د پکتيا ورزشکاران: د تمرين او لوبو لپاره جمنازيم نه لرو

author avatar
4 Jul 2018 - 13:40
د پکتيا ورزشکاران: د تمرين او لوبو لپاره جمنازيم نه لرو
author avatar
4 Jul 2018 - 13:40

ګردېز (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): د پکتيا د بېلابېلو څانګو او کلپونو ورزشکاران شکايت کوي چې د تمرين او لوبو لپاره جمنازيم او نورې اسانتياوې نه لري چې په منظم ډول ورزش وکړي.

دوی وايي چې د چارواکو پر ژمنو سربېره د کرکټ، فوټبال او رزمي لوبو په برخو کې ورته د ورزش زمينه نه ده برابره شوې.

دوی دا خبرې د چنګاښ په ١٣مه له امنيتي ځواکونو د ورزشکارانو د ملاتړ او هڅونې په غونډه کې وکړې.

د پکتيا د موتای فدراسيون مشر او د ملي ټېم قهرمان احمد نذير عمرزي وويل چې د جمنازيم د نه لرلو له امله په ژمي کې تمرين او لوبې نه شي کولی.

عمرزی وايي: ((پکتيا کې د ورزشکارانو تر ټولو لويه ستونزه د جمنازيم نه شتون دی؛ ځکه پکتيا يخ ولايت دى او دلته جمنازيم ډېر ضرور دى، موږ تر دې وروسته هم يو، دوه مياشتې تمرين کوو او له هغه وروسته بيا تمرين او لوبې نه شو کولای.))

په پکتيا کې د اېم، اېم، اې څانګې استازي نور وهاب ثابت هم ورته شکايت لري او وايي چې ورزشکاران په هېڅ برخه کې اسانتياوې نه لري او نه ورته مسوولو مرکزي يا ولايتي ادارې پاملرنه کړې ده.

ثابت وويل: ((موږ جمنازيم نه لرو چې مسابقې دايرې کړو، ځوانان راوغواړو او د نورو ولايتونو له خلکو سره مو اړيکې پخې شي، موږ نورو ولايتونو ته وغواړي، د مېلمه په توګه د دوو شپو لپاره ورځو، خو هغوی نه شو راغوښتلی چې زموږ ځوانان له هغوی او هغوی زموږ له ورزشکارانو څه زده کړي.))

دغه راز بدن ښکلا فدراسيون مشر شريف منګل پر ملي سوداګرو نيوکه کوي چې ورزشکاران نه تشويقوي او لوبو ته د تګ او نورو لګښتونو په برخه کې يې مرسته نه کوي.

منګل پژواک ته وويل: ((په ټوله پکتيا کې ورزشکاران له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، ملي تجاران له دوی سره کومک نه کوي، دوی خپله هم داسې بودجه نه لري چې د ورزش لپاره يې مصرف کړي؛ په ودونو او نورو شيانو لکونه روپۍ مصرفوي، خو ورزشکار سره هېڅوک همکاري نه کوي.))

همدارنګه د پکتيا د بدني روزنې امريت مشر ګل کريم سحر وايي چې دمګړۍ په دغه ولايت کې د ۳۶ فدراسيونونو په چوکاټ کې شاوخوا نهه دېرش زره ځوانان په ورزش بوخت دي.

سحر پژواک ته وويل چې د پکتيا ورزشکارانو په هره برخه کې هېواد او پکتيا ته لوی بري راوړي او په ډېری ملي لوبډلو کې د ياد ولايت ځوانان شته، خو وايي امکانات يې پر نشت حساب دي.

نوموړي زياته کړه: ((هېڅ امکانات او هېڅ ځای نلرو په پکتيا کې چې حتی همسايه ولايتونه را دعوت کړو او دلته مسابقې وکړو؛ د تربيت بدني اداره د يو جوړ جمپر برزو د اخيستو بودجه هم نه لري.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.