ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا دیني عالمانو د حکومت او طالبانو تر منځ پر اوربند او خبرو ټینګار وکړ

د پکتیا دیني عالمانو د حکومت او طالبانو تر منځ پر اوربند او خبرو ټینګار وکړ

author avatar
4 Jul 2018 - 18:04
د پکتیا دیني عالمانو د حکومت او طالبانو تر منځ پر اوربند او خبرو ټینګار وکړ
author avatar
4 Jul 2018 - 18:04

ګردېز (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): د پکتيا يو شمېر ديني عالمانو او قومي مخورو د حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د اوربند او د سولې پر مذاکراتو ټينګار وکړ.

د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې د چنګاښ په ١٣مه ديني عالمانو د سولې په تړاو غونډه جوړه کړې وه.

په دې غونډه کې ديني عالمانو وروستيو سياسي بدلونونو ته په اشارې وويل چې د وسله والو له غوښتنې سره سم د سولې د خبرو فضا رامنځته شوې او طالبانو ته په کار ده چې د روانې ستونزې د سياسي حل لپاره اقدام وکړي.

ديني عالم مولوي عبدالستار وايي، په جګړه کې د بهرنيانو ګټه ده او په افغانستان کې يې د پاتې کېدو لامل شوې، نو بايد وسله وال طالبان حالت ته په کتو له حکومت سره د خبرو له لارې تفاهم ته ورسېږي.

نوموړي د هېواد د کورنيو جګړو يادونه وکړه چې د ناسمو سياستونو، د فرصتونو له لاسه ورکولو او د جګړې د دوام له امله يې افغانستان ته نه جبرانېدونکي زيانونه واړول او له طالبانو غواړي چې دغه تاريخ بيا تکرار نه کړي.

ده وويل: ((جهاد يا جنګ قبيح لذاته او حسن لغيره دی؛ که دغه طرف وايي چې موږ جهاد کوو يا هغه طرف وايي چې موږ جهاد کوو. جهاد يا جنګ خپله وراني ده، جنګ دا دی چې سړک خراب شي، کور وران شي، هلکان او نجونې يتيمانې شي، ښځې کونډې شي، هره ورځ جنازو او هديرو ته لاړ شو، خو نور بايد دغه بد حالت پای ته ورسول شي؛ که طالبان غواړي د خلکو په زړونو کې ځای پيدا کړي، نو جنګ دې بس کړي.))

دغه راز د پکتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وايي چې روانه جګړه د اسلام په نوم د اسلام او مسلمانانو پر زيان ده او د هرې ورځې په تېرېدو سره مسلمانان کمزوري او تباه کېږي.

حقبيان چې له پلازمېنې د علماوو راغلي پلاوي ته خبرې کولې، له حکومته هم وغوښتل چې په ادارو کې اصلاحات راولي او د فساد مخه ونيسي.

نوموړي وويل: ((الله تعالی په قرانکريم فرمايي چې اې مسلمانانو تاسو ته د الله تعالی او د هغه رسول (ص) اطاعت وکړئ، په خپل مابين کې جنګ، جګړې مه کوئ، ستاسو قوت به ختم شي، ډېر به کمزوري شئ او د دين او اسلام دښمنان به بيا په ډېره اسانۍ پر تاسو غلبه وکړي، که کله تاسو له لويو منازعاتو سره مخ وئ، صبر وکړئ.))

همدارنګه په دې غونډه کې قومي مخور جنت خان منګل وویل چې په دې وروستيو کې د اوربند او سولې لپاره غوره فرصت رامنځته شوى دى.

ده زیاته کړه چې حکومت او طالبان بايد د سولې له دغه فرصته اعظمي ګټه پورته کړي.

خو منګل اندېښنه وښوده چې ځيني حکومتي چارواکي او کړۍ سوله نه غواړي او د خپلو ګټو لپاره يې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.