ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې اوو طالبانو ته د خپل موټرسایکل بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

لوګر کې اوو طالبانو ته د خپل موټرسایکل بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې

author avatar
4 Jul 2018 - 17:17
لوګر کې اوو طالبانو ته د خپل موټرسایکل بم چاودنې مرګ ژوبله اړولې
author avatar
4 Jul 2018 - 17:17

ښرنه- پل علم (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): امنيتي چارواکي وايي چې په پکتيکا کې د هدفي وژنو په تور يو طالب له خپلې مېرمنې سره يو ځاى نيول شوی، بلخوا په لوګر کې اتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين نن (د چنګاښ ١٣مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو او پوليسو په خيرکوټ ولسوالۍ کې يو طالب له خپلې مېرمنې سره نيولی دی.

ده وويل: ((دغه طالب اصلي د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکى دى چې د خپلې مېرمنې په مرسته به يې په دغه ولايت کې هدفي وژنې ترسره کولې.))

ارين وويل چې له نيول شوو کسانو وسلې او نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

خو بل لور ته په خوشامند ولسوالۍ کې يوې حکومتي سرچيني پژواک ته وويل چې د نيول شوي طالب مېرمنه بې ګناه ده.

هغه وايي: ((دغه ښځه په هېڅ ډول پېښو کې لاس نه لري او نه هم پر دې پوهېږي چې تومانچه او يا بله وسله څنګه کارول کېږي.))

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ پر وسله والو طالبانو خپل موټرسايکل بم چاودنه کړې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې نن غرمه مهال شاوخوا ١٢ بجې د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې پر طالبانو خپل موټرسايکل بم چاودنه کړې ده.

هغه وايي: ((د اسدالله په نوم د طالبانو يو قوماندان له خپلو کسانو سره يو ځاى غوښتل چې يو موټر سايکل بم مرکز پل علم ته انتقال کړي چې چاودنه يې پرې کړې ده.))

د احمدزي د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د اسدالله په ګډون درې کسان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د يادو پېښو په اړه طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.