ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان کې د سرغړونو د مخنيوي لپاره ګارنيزيون جوړ شو

په اروزګان کې د سرغړونو د مخنيوي لپاره ګارنيزيون جوړ شو

author avatar
4 Jul 2018 - 18:00
په اروزګان کې د سرغړونو د مخنيوي لپاره ګارنيزيون جوړ شو
author avatar
4 Jul 2018 - 18:00

ترينکوټ (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۷): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د نا قانونه کړنو د مخنيوي لپاره له ګډو ځواکونو سل کسيز ګارنيزيون جوړ شو.

دغه ګارنيزيون وروسته له هغه جوړ شو چې تېره اوونۍ په ترينکوټ ښار کې د ملي امنيت ځواکونو او د امنيې قوماندانۍ د پخواني مرستيال رحيم الله خان د وسله والو تر منځ جګړه وشوه چې له امله یې د مرګ ژوبلې تر څنګ خلکو ته درانه مالي زيانونه هم واوښتل.

د اروزګان والي محمد شفيق اسدالله سعيد د چنګاښ په ١٣مه د دغه ګارنيزيون د فعاليت پيلولو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې قطعه کې د ټولو امنيتي او دفاعي ارګانونو سرتېري شامل دي.

هغه زياته کړه، دغه ګارنيزيون به په ښار کې د غير قانوني وسلو ګرځولو، تورو ښيښو لرونکو موټرو پاکولو، غلاوو، تښتونو او نورو سرغړونو پر وړاندې مبارزه کوي.

والي وايي، د ګارنيزيون سرتېرو ته يې لارښوونه کړې، هغه څوک چې غیري قانوني کړنې ترسره کوي او سرغړونې کوي، ورسره قانوني چلند وکړي.

د اروزګان امنيه قوماندان سمونوال معروف احمدزي او د ملي امنیت مشر جنرال عبدالصمد شمس وويل، ښاریانو ترې د نا امنۍ او زورواکو شکايتونه کړي وو.

د ترينکوټ ښار اوسېدونکي قومي مشر محمد قسیم محمدي پژواک ته وویل، خوښ دي چې دولت ښاریانو ته د امنیت ساتلو لپاره ګارنیزون جوړوي او د ټولو غير قانوني فعالیتونو مخنیوی کوي.

هغه زياته کړه، باید ټول امنیتي او هغه کسان چې په ښار کې خلکو ته سرخوږی جوړوي، پر وړاندي یې قانوني چلند ترسره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.