فراه- پروان (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۷): په فراه کې د وسله والو طالبانو د یو برید له امله د سیمه ييزو پولیسو قوماندان او د دوو مېرمنو په ګډون درې ملکي وګړي وژل شوي بلخوا په پروان کې د یو وسله وال بريد په پایله کې دوه لارشکوونکي وژل شوي دي.
د فراه ولایتي شورا غړي دادالله قانع د دې پېښې د پخلي تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښته تېر ماښام رامنځته شوې چې په پایله کې یې د اختر محمد په نوم د سیمه ییزو پولیسو قوماندان او د دوو مېرمنو په ګډون درې ملکي وکړي وژل شوي دي.
د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله بیا د اختر محمد د وژنې خبر تاییدوي خو د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو یې معلومات نه لرل.
بلخوا بیا د ګنج اباد کلي اوسېدونکي د نوم نه خپرېدو په شرط پژواک ته وویل، تېر ماښام هغه مهال چې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان اختر محمد د ګنج اباد کلي له دوو مېرمنو سره یو ځای په شخصي موټر کې ښار ته روان وو، د کسنګ په کلي کې د طالبانو له برید سره مخ شو.
تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.
د یوبل خبر له مخې، په پروان کې د دوو لار شکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.
د پروان امنيتي چارواکو پژواک خبري اژانس ته ويلي، یاد لار شکوونکي تېره شپه د پروان ولایت په مرکزي سیمه تلانچي کې د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوي دي.
د پروان د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د مديریت مرستیال فرهاد هاشمي وویل، یاد مخ پټي دوه کسان د غلا پر مهال له طالبانو سره مخ شوي او له وسله والې جګړې وروسته وژل شوي دي، د لار شکوونکو جسدونه نن سهار د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
د پروان ملکي روغتون د ډاکترانو مشر عبدالقاسم سنګین هم پژواک خبري اژانس ته ووېل، د هغو دوو کسانو مړي چې تېره شپه یاد روغتون ته ور وړل شوي وو، د هغو کورنیو ته سپارل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پروان امنيتي چارواکي د روان کال په درېیو وروستیو میاشتو کې د جنايي پېښو له امله تر ۱۰۰ ډېرو کسانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبر ورکوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن