اسعداباد (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٧): په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په يوه هوايي بريد کې يو مهم پاکستانى طالب قوماندان وژل شوى دى.
د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند فريد دهقان د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه هوايي بريد تېر مازديګر د ايتلافي ځواکونو د يوې بې پيلوټې الوتکې له خوا د شلطن ولسوالۍ په چوګام سيمه کې شوى دی.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د پاکستاني طالبانو يو مهم قوماندان ملا ياسر وژل شوى دى.
د نوموړي په وينا، ملا ياسر د چوګام سيمې د پاکستاني کډوالو په پنډغالي کې اوسېده.
دهقان دغه راز وويل چې بهرنيو ځواکونو د ماڼوګي ولسوالۍ د شوړيک مټينې کنډو سيمه کې هم هوايي بريد کړى چې په کې د یاسین په نوم د داعش ډلې غړى وژل شوی دى.
بلخوا پاکستاني رسنيو خبر ورکړى چې د شلطن په هوايي بريد کې د تحريک طالبان پاکستان مهم قوماندان عمر رحمان چې په استاد فاتح مشهور و، وژل شوى دى.
سرچينو زياته کړې چې عمر رحمان په ياده سيمه کې د خپل يو بل قوماندان ملګري احمد سواتي ليدنې ته روان و چې په لاره کې پرې هوايي بريد وشو.
د پاکستاني طالبانو ډلې ټي ټي پي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده تېره مياشت په کونړ ولايت کې د پاکستاني طالبانو پخوانى مشر ملا فضل الله له يو شمېر قوماندانانو سره د امريکا په يوه هوايي بريد کې وژل شوى و او وروسته دغې ډلې مفتي نور ولي مسيد خپل نوى مشر وټاکه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن