ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

​د نږدې ٢٥٠٠ احتمالي کانديدانو ١٦ سلنه ښځې او ٩٣ سلنه خپلواک دي

​د نږدې ٢٥٠٠ احتمالي کانديدانو ١٦ سلنه ښځې او ٩٣ سلنه خپلواک دي

author avatar
4 Jul 2018 - 19:22
​د نږدې ٢٥٠٠ احتمالي کانديدانو ١٦ سلنه ښځې او ٩٣ سلنه خپلواک دي
author avatar
4 Jul 2018 - 19:22

کابل (پژواک، ١٣چنګاښ ٩٧):د ولسي جرګې کانديدانو په لومړني نوملړ کې له ٢٤٩٥ کسانو، ١٦ سلنه ښځې او ٩٣ سلنه خپلواک دي او د هرې څوکۍ لپاره تر ټولو ډېرکانديدان په کابل او لږ د کوچيانو په حوزه کې دي.

ټاکل شوې د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو ټاکنې د روان کال د تلې په ٢٨ مه تر سره شي. د دغو ټاکنو لپاره له غزني پرته په نورو ولايتونو کې د کانديدانو نوم ليکنه شوې او بشپړ لومړنۍ نوملړ يې تېره ورځ خپور شو.

په غزني کې د يو شمېر کسانو د اعتراض له امله دغه پروسه له ځنډ سره مخ شوې ده، خو د نورو ولايتونو او کوچيانو حوزې د کانديدانو په لومړني نوملړ کې څه باندې ٢١٠٠ تنه نارينه او ٣٩٣ تنه ښځې شاملې دي او ١٤١ کسانو چې د کانديدو لپاره يې نوم ليکنه کړې، په لومړني نوملړ کې نه دي شامل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګه ٢٥٠ څوکۍ لري چې ٦٨ يې د ښځو او لس يې د کوچيانو لپاره ځانګړي شوي دي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي استاده شهلا فريد، پژواک ته وويل چې د ٢٥٠ څوکيو لپاره د نږدې ٢٥٠٠ کسانو کانديد کېدل يو ستونزه ده؛ ځکه چې د ټاکنو په ورځ په هر ولايت کې د کانديدانو اوږده نوملړونه رايه ورکوونکي له ستونزو سره مخ کوي.

د کانديدانو لومړنى راپور ښيي چې د هر ولايت نفوس ته پام تر ټولو ډېر کسان په کابل، هرات، ننګرهار او کندهار کې او تر ټولو لږ په نيمروز، پنجشېر، نورستان او زابل ولايتونو د کانديدانو په لومړني نوملړ کې شامل دي.  

د قانون له مخې، د کوچيانو لپاره ټول افغانستان، خو د نورو کسانو لپاره هر ولايت يوه ټاکنيزه حوزه ده.

 ټولو ٣٤ کوچيانو د پنځو ښځو په ګډون د ولسي جرګې لپاره د کانديدانو لومړني نوملړ ته لار موندلې ده.

د ټاکنو خپلواک کميسيون له خوا د خپاره شوي نوملړ له مخې، د څلورو ښځو په ګډون ٢٤ کوچيانو په کابل، يوې ښځې او يوه نارينه په بلخ، دوو تنو په کاپيسا او يو، يو تن په زابل، پروان، پکتيا، پکتيا، خوست او کندهار کې د کانديدۍ لپاره نوم ليکنه کړې، چې دوه تنه يې په ګوندونو پوړې اړوند او نورې يې خپلواک کانديدان دي.

د ټاکنو قانون په دوه پنځوسمه ماده کې راغلي: “د کوچي څوکۍ هغو نوماندانو ته تفويضېږي چې د کوچي په ټاکنيزه حوزه کې يې تر ټولو ډېرې قانوني رايې ترلاسه کړې وي.  د کوچي درې څوکۍ هغو ښځينه نوماندانو ته چې د کوچي په ټاکنيزه حوزه کې يې تر ټولو ډېرې قانوني رايې ترلاسه کړې وې تفويضېږي.”

خپلواک او په ګوندونو پورې تړلي کسان

د کانديدانو په لومړني نوملړ کې له شاملو ټولو کسانو څخه ١٧٠ تنو د ګوندونو له ادرس څخه ځانونه کانديد کړي دي.

کابل کې ٣٤ تنو، بلخ او فارياب کې ١٤، ١٤ تنو، کندوز او ننګرهار کې ١١، ١١ تنو، هرات کې نهو تنو، ميدان وردګو کې اتو تنو، باميان، تخار، دايکنډي او سرپل کې ٧، ٧ تنو، بغلان، سمنګان، غور او کندهار کې څلور، څلور تنو، اروزګان، بدخشان، پکتيا او جوزجان کې درېيو، درېيو تنو، بادغيس، خوست، لغمان او کوچيانو په حوزو کې دوو، دوو تنو، پروان، زابل، فراه، کاپيسا او کونړ کې يو، يو تن د ګوندونو له ادرس نه ځانونه کانديد کړي دي.

خو له پکتيکا، پنجشير، لوګر، نورستان، نيمروز او هلمند ولايتونو څخه هېچا هم ځان د کوم ګوند له ادرس نه نه دى کانديد کړى.

خپور شوى نوملړ ښيي چې په ګوندونو پورې له تړلو کانديدانو څخه ٤٠ تنه د ملي اسلامي جنبش ګوند، ٣٩ تنه د حزب اسلامي، ١٩ تنه د حزب وحدت اسلامى مردم افغانستان، ١٧ تنه د حزب وحدت اسلامي، ١١ تنه ملي وحدت ولسي تحريک، ٨ تنه د جمعيت اسلامي، ٤ تنه د دعوت اسلامي، درې، درې تنه د محاذ ملي اسلامي، انسجام ملي افغانستان او حزب متحد ملي، دوه، دوه تنه د ملي ترقي ګوند، حراست اسلامي، افغان ملت، اعتدال ملي، رفاه ملي، ملي اقتدار، ملت، او ملي پيوند او دغه راز يو، يو تن د سولي ملي اسلامي، حزب اسلامي متحد، د ملي ګرايي غورځنګ، بيدارى ملت، ملي مشارکت، ولسي حرکت، حرکت انقلاب اسلامي مردم او د جهاد او مقاوت د ارزښتونو د ساتنې بهير اړوند دي.

د يادونې ده چې دا مهال حزب اسلامي افغانستان دوې ډلې لرلي چې د يوې مشري ګلبدين حکمتيار او د بلې عبدالهادي ارغنديوال کوي، خو په نوملړ کې يو تن ليکلي چې د حزب اسلامي حکمتيار اړوند دى او پاتې نورو کسانو نه ده څرګنده کړې چې د کوم حزب اسلامي اړوند دي.

دغه راز په لومړني نوملړ کې په شاملو کسانو کې يو شمېر له ګوندونو سره تړاو لري خو د ګوندونو له ادرس څخه يې نوم ليکنه نه ده کړې. د بېلګې په ډول د حزب اسلامي افغانستان د سولې پلاوي مشر انجنير محمد امين کريم او د دغه ګوند د مشر ګلبدين حکمتيار زوى جمال الدين حکمتيار هم د خپلواکو نوماندانو په نوملړ کې دي.   

شهلا فريد وايي، د دې لپاره د ګوندونو اړوند کسانو ځانونه د خپلواک کانديد په توګه ثبت کړي، چې د ټاکنو سيستم ګوندي نه دى او په دې اړه د ګوندونو غوښتنه ونه منل شوه.

د هغې په وينا، دا ډول کسانو ځانونه خپلواک کانديد کړي، خو رايه به له اړوندو ګوندونو تر لاسه کړي.

 شمېرې ښيي چې کابل کې د ولسي جرګې کانديدېدو ته ليوالتيا تر نورو ولايتونو ډېره ده.

د سياسي او حقوقي چارو پوه شهلا فريد په دې اړه چې ولې کابل کې د ولسي جرګې کانديد کېدو ته لېوالتيا ډېره ده، وويل چې کابل کې له يوې خوا لوستې کسان ډېر دي او له بلې خوا ځينو د ولسي جرګې اوسنيو او پخوانيو غړو له کابل او د کورنيو نورو غړيو يې له ولايتونو ځانونه کانديد کړي دي.

د ښځو ونډه  

شهلا فريد وايي، اوسنيو شرايطو ته په پام، د کانديدانو لومړني نوملړ ته د لار موندونکو کسانو په منځ کې د ښځو ونډه د پام وړ او کافي ده.

خو هغې وويل چې په اوږد مهال کې بايد د ښځو ونډه زياته شي او د دې وړتيا پيدا کړي چې له نارينه وو سره سيالي وکولاى شي.

د ټاکنو قانون يو پنځوسمه ماده کې راغلي :”کمېسيون د ښځو د لږ تر لږه نوماندانو د ټاکنو لپاره چې په هر ولايت کې بايد غوره شي، کړنلارې او يو فورمول ترتيبوي چې د هر ولايت پر نفوس مبتني وي چې د افغانستان د اساسي قانون د دري اتيايمې مادې مقتضيات چې د ښځو د غوره شوو نوماندانو شمېر بايد لږ تر لږه د موجوده ولايتو د شمېر دوه چنده [٦٨] وي، تامين شي.”

دغه راز د دغې مادې له مخې، هغه نوماندان چې په هره ټاکنيزه حوزه کې زياتې قانوني رايې لاسته راوړي، د دې مادې په (۱) فقره کې له درج شوي فورمول سره سم، هغو ته څوکۍ اختصاص مومي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.