اسعد اباد (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٧) : د کونړ ولايت پر مرکز اسعد اباد ښار په دويمه ورځ هم توغندي توغول شوي چې له امله يې دوه کسان ټپيان شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون سهار هم پر اسعد اباد ښار دوه توغندي توغول شوي وو چې يو يې د ولايت مقام په انګړ کې لګېدلى و.
د کونړ د امنيه قوماندانۍ وياند فريد دهقان د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار بيا پر ښار دوه توغندي توغول شوي چې د سيند لوري په ساحو کې لګېدلي دي.
هغه وايي، په دې پېښه کې يو پوليس او يو عام وګړى برسېرن ټپيان شوي دي.
که څه هم پرون ځايي چارواکو دکوم تن ټپي کېدل تاييدنه کړل، خو نورو سرچينو ويلي چې په پروني بريد کې هم دوه تنه ټپيان شوي دي.
له پرون راهيسې پر اسعداباد ښار بريدونو سره په ښاريانو کې وېره خپره شوې ده.
تر اوسه وسله والو مخالفينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن