میمنه(پژواک،١٤چنګاښ٩٧): د فاریاب له پخواني والي عبدالحق شفق سره له مخالفتونو وروسته حکومت د نورم او ستندرد ادارې رییس نقیب الله فایق د دغه ولایت د نوي والي په توګه پر دنده وګوماره او نن یې په رسمي ډول دنده پيل کړه.
عبدالحق شفق د سیمه ييزې ادارې له وړانديز وروسته د ولسمشر له خوا د روان کال د غبرګولي په ۱۹ مه د فاریاب والي وټاکل شو، خو نوموړی د فاریاب د علماوو د عالي شورا له سخت مخالفت سره مخ شو او دوی د دوو پرېکړه لیکونو د صادرولو له لارې له ولسمشر او سیمه ییزې ارګانونو څخه وغوښتل چې د والي په توګه د شفق په ګومارنه دې بیاکتنه وکړي
خو حکومت د فاریاب لپاره نن بل والي اعلان کړ.
د نورم او ستندرد ادارې رییس نقيب الله فایق نن د فاریاب والي وټاکل شو او له یو لړ مراسمو وروسته یې دنده پيل کړه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن