ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: ننګرهار کې د يو قاضي په ګډون ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي

چارواکي: ننګرهار کې د يو قاضي په ګډون ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي

author avatar
5 Jul 2018 - 12:03
چارواکي: ننګرهار کې د يو قاضي په ګډون ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي
author avatar
5 Jul 2018 - 12:03

جلال اباد (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۷): په ختيځ کې د پوليسو او اردو چارواکي وايي چې ننګرهار کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو پرمهال يې د يو قاضي په ګډون ۲۵ داعش وسله وال وژلي دي.

په ختيځ کې د پوليسو د ۲۰۲ شمشاد زون وياند حضرت حسين مشرقيوال د چنګاښ په ۱۴مه پژواک ته وويل چې د ننګرهار د هسکې مېنې او اچين ولسواليو په مربوطاتو کې افغان او بهرنيو ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات ترسره کړي دي.

دی وايي، عمليات په تېرو څلرويشت ساعتونو کې ترسره شوي او پرمهال يې د اسلم فاروق په نوم د يو قاضي په ګډون ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي دي.

هغه وايي، د يوې بې پېلوټه الوتکې په مرسته د اچين ولسوالۍ په باندر سيمه کې د داعش پر يو پټنځای بريد شوی چې ۲۳ وسله وال په کې ووژل شول.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ياد بريد کې د داعش ډلې پټنځای له منځه وړل شوی، وسلې او نور مهمات يې هم تخريب شوي دي.

مشرقيوال دغه راز د هسکې مېنې په انګور قلعه سيمه کې هم د امنيتي ځواکونو د بريد خبر ورکوي چې پرمهال يې دوه داعش وسله وال وژل شوي دي.

په ختيځ کې د ملي اردو له سيلاب قول اردو څخه هم پژواک ته په يوه راستول شوې خبرپاڼه کې په همدې تړاو معلومات خپاره شوي دي.

بلخوا داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

خو د خلافت غږ په نوم په ننګرهار کې د دغې ډلې په يوه راډيو کې تل د امنيتي ځواکونو دا ډول ادعاوې رد شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.