کابل (پژواک، ١٤ چنګاښ ٩٧): ولسمشر محمد اشرف غني نن د ولایتونو له مستوفیانو او د ګمرکونو له ريیسانو سره په کتنه کې لارښوونه وکړه چې د عوایدو د زیاتولو اهداف وټاکي.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
سرچينه کاږي، دغه کتنه چې په ارګ کې وشوه، د ګمرکونو ريیسانو او مستوفیانو د خپلو اړوندو ادارو د لاسته راوړنو، ننګونو او کړنو په اړه ولسمشر ته راپور ورکړ.
ولسمشر غني وویل، د ګمرکونو مدیریت باید منسجم، مرکزي او شفاف شي، ځکه هر کال په میلیونونه پيسې د ادارې فساد له لارې ضایعه کېږي، نو اړتیا ده چې د یو راڼه میکانیزم له لارې د عوایدو د زیاتوالي لپاره هلې ځلې وشي.
هغه په راڼه ډول د مالیاتو پر راټولولو ټینګار وکړ او په دې اړه یې مستوفیانو ته لازمې لارښوونې وکړې.
اشرف غني څرګنده کړه، بهرنۍ مرستې د کمېدو په حال کې دي، د افغانستان حکومت د عوایدو کچه باید تر ۸میلیارد ډالرو پورې ورسېږي.
ده ټینګار وکړ چې د ګمرکونو ريیسان باید د ګټو د تضاد مخه ونیسي.
نوموړي دې ته په اشارې چې ګمرک د ښار د انکشاف هسته جوړوي، وویل چې په راتلونکي کې به په ګمرکونو کې ګومارنې د شفافې پروسې له لارې وشي او زیاته یې کړه، په ګمرکونو کې باید د هر ډول وظیفهيي تداخل مخه ونیول شي.
ولسمشر د عصري تاسیساتو، ټکنالوجي سیستم، ګمرکونو ته د ننوتو خوندي ساحو، د مقررې ترتیب، د پروسو په ساده کولو، د لابراتوارونو د ستونزو په حل، د خاصې امنیتي قطعې په جوړولو، د اخاذیو مخنیوی او ګمرکونو ته نږدې د استوګنځایونو په جوړولو ټینګار وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن