ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مېله کې چاودنې درې وسله وال وژلي او څلور ملکي وګړي ټپيان دي

مېله کې چاودنې درې وسله وال وژلي او څلور ملکي وګړي ټپيان دي

author avatar
5 Jul 2018 - 10:32
مېله کې چاودنې درې وسله وال وژلي او څلور ملکي وګړي ټپيان دي
author avatar
5 Jul 2018 - 10:32

جلال اباد (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار ولايت خوږياڼو ولسوالۍ په يوه مېله کې د چاودنې له امله د يو قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي او څلور ملکي وګړي ټپيان دي.

چارواکي وايي، چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دغې ولسوالۍ نوکړخېلو سيمه کې په يوه مېله کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۴مه پژواک ته وويل چې چاودنه د طالب وسله والو د يو قوماندان حکيم الله په موټر کې د ځای پرځای شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، چاودنه کې د ياد قوماندان په ګډون درې وسله وال وژل شوي او څلور ملکي وګړي هم ټپيان شوي دي.

دی زياتوي، د ملکي وګړو ټپونه برسېرن دي او د درملنې په موخه د کږې روغتون ته انتقال شوي دي.

د سيمې يو اوسېدونکي غلام جان پژواک ته وويل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د قوماندان حکيم الله موټر د مېلې ځای ته ورغى .

هغه وايي، تر چاودنې وروسته ځايي خلکو مړه او ټپيان روغتون ته انتقال کړي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.