جلال اباد (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، د دغه ولايت په پنځو ولسواليو کې د ترکيې هېواد په مرسته د ناک جوړو شويو باغونو په لومړي کال حاصل ورکړی او د پلور ښه بازار هم ورته برابر شوی دی.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې سرخرود، بهسودو، ښېوې، کامې او دره نور ولسوالیو کې تېر کال د کرنې او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د ترکیې هېواد له لوري مرسته شوي د ناک، شفتالو او شلیل اصلاح شوي نیالګي ايښودل شوي وو.
د ننګرهار د کرنې رييس رفيع الله رحيمزي د چنګاښ په ۱۴مه پژواک ته وويل، د ترکیې هېواد مرسته شوو بوټو څخه یې یواځې د ناکو کرل شوو باغونو په لومړي کال تر ټولو زیات او ښه حاصلات ورکړي دي.
دی وايي، د ناکو دغه مشهوره ډول سانتاماریا نومیږي، په یوجریب ځمکه کې ۶۶۶ نیالګي ايښودل کیږي او په نړیواله کچه ډېر اخیستونکي او د پلور ښه بازارلري.
هغه زياته کړه، نوموړي اصلاح شوي ترکیي نیالګي کوچنۍ تنې لري، په کم ځای کې ډېر نیالګي ايښودل کیږي او په لومړیو کلونو کې پرحاصل راځي.
د کرنې رييس يادونه وکړه چې د ناکو په ښه حاصلاتو سره به باغداران وکولای شي له يو جریب باغ څخه د ښو حاصلو په تر لاسه کولو سره لوړ عاید ترلاسه کړي.
کروندګر که څه هم د ناک له ډېرو حاصلاتو او ژر حاصل ورکولو خوښ دي؛ خو د دوامداره بازار غوښتونکي دي.
د کامې ولسوالۍ يو کروندګر ګلاب شاه چې په خپله يو جريب ځمکه کې يې د ناکو باغ جوړ کړی وايي، اوس يې هم ښه حاصل ورکړی او هم يې ښه بازار شته؛ خو راتلونکي کې هم بايد د دوی د حاصلاتو بازار ته ځانګړې پاملرنه وشي.
په همدې حال کې د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې د ناک حاصلاتو لپاره دلته ښه بازار مساعد شوی او باغ لرونکو ته يې ښه ګټه په لاس ورغلې ده.
هغه زياته کړه چې د حاصلاتو په ډېرېدو سره به د ننګرهار ناکو ته د نورو ولايتونو په بازارونو کې هم د پلور زمينه برابره شي او نور کروندګر به هم وهڅول شي چې په خپلو ځمکو کې د ناکو باغونه جوړ کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن