ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: له هلمنده هره ورځ سلګونه ټنه د روخام ډبرې پاکستان ته قاچاق کېږي

چارواکي: له هلمنده هره ورځ سلګونه ټنه د روخام ډبرې پاکستان ته قاچاق کېږي

author avatar
5 Jul 2018 - 14:58
چارواکي: له هلمنده هره ورځ سلګونه ټنه د روخام ډبرې پاکستان ته قاچاق کېږي
author avatar
5 Jul 2018 - 14:58

لښکرګاه(پژواک،١٤چنګاښ٩٧): د هلمند دولتي چارواکي وايي چې هره ورځ له دې ولايت څخه سلګونه ټنه د روخام ډبرې په ناقانونه ډول استخراجيږي او بيا پاکستان ته قاچاق کيږي.

د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاء الله افغان د چنګاښ په ١٤مه خبريالانو ته وويل چې اړوند چارواکي په دې نه دي توانيدلي، ترڅو په خانشين ولسوالۍ کې د روخام ډبرو د غيرقانوني استخراج مخه ونيسي.

ده وويل چې دغه ډبرې د يو شمېر حکومتي چارواکو په همکارۍ د قاچاقبرانو له خوا ايستل کېږي او بيا د پروسس لپاره پاکستان ته انتقالېږي.

هغه زياته کړه: (( که حکومت د دې قاچاق مخه ونيسي او په خپله په کې کار وکړي، نو د روخام دغه معدن  به د افغانستان د ټول پوځ لګښت برابر کړي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د روخام په کان کې د قرارداديانو په نوم قاچاقبران کار کوي.

دغه راز په لښکرګاه کې د حجارۍ او نجارۍ فابريکې رييس محمد لعل کارګر پژواک ته وويل چې د روخام ډبرې د غير فني استخراج له امله هر ورځ حکومت ميليونونه افغانۍ زيان کوي، خو برعکس پاکستان او قاچاقبران بيا ګټې ترې ترلاسه کوي.

د هغه په وينا، د روخام ډبرې هر ټن دا مهال له زرو تر درېيو زرو امريکايي ډالرو پورې په بازار کې پلور کيږي.

ده وويل: (( له زرو موټرو څخه که يو موټر يې لښکرګاه او بيا نورو ولايتونو ته لاړ شي، پاتې نور يې ټول پاکستان ته قاچاق کېږي.))

نوموړي وړانديز وکړ چې د روخام ډبرې کان بايد په قرارداد ورنه کړل شي، ځکه هلته امنيتي ستونزې ډېرې دي او کنټرول يې ممکن نه دى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.