کندوز ښار(پژواک،١٤چنګاښ٩٧): کورنيو او بهرنيو امنيتي چارواکو دکندوز د امنيتي وضعيت ارزونه وکړه او ويې ويل چې په دغه ولايت کې د امنيت ټينګښت لپاره اړين اقدامات کوي.
د کندوز ولايت د امنيتي وضعيت د ارزونې په موخه نن د ملي دفاع وزير ډګرجنرال طارق شاه بهرامي، د کورنيو چارو وزير ويس احمد برمک، په افغانستان د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن، په کابل کې د بريتانيا او فرانسې هېوادونو سفيران او يو شمېر نور چارواکي ورغلي وو.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې په دې ولايت کې د امنيت د تامين لپاره بايد اړينې هلې ځلې وشي.
هغه وويل چې په دې ولايت کې يو ځل بيا د بهرنيو موسسو د فعاليت لپاره زمينه برابره شوې، نو هغو موسسو چې په کندوز کې خپله فعاليتونه بندکړي، بايد بېرته يې پيل کړي.
دغه راز د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي وويل چې په دې ولايت کې اوس هم امنيتي ستونزې ډېرې دي.
د هغه په وينا، د دې ولايت يو شمېر سيمې اوس هم د طالبانو په لاس کې دي چې بايد بېرته ترې ونيول شي.
وروسته د ملي دفاع وزير طارق شاه بهرامي وويل چې له دې سفر څخه موخه د کندوز د امنيتي وضعيت ارزونه وه.
هغه وويل چې د تېرو دوو کلونو په پرتله کندوز کې امنيتي وضعيت ښه شوى او رغونې لپاره هم زمينه په کې برابره شوې ده.
ده زياته کړه: (( د کندوز امنيتي چارواکو ته مو هدايت وکړ چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره اړين اقدامات وکړي او که په کومه برخه کې ستونزه وه، نو له موږ سره دې شريک کړي.))
دغه راز په دې غونډه کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نکلسن وويل چې د کندوز د امنيت د ټينګښت په برخه کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
هغه وويل: (( موږ ترهګرو ته اجازه نه ورکوو چې په کندوز کې امنيتي وضعيت خراب کړي.))
د يادونې ده چې کندوز د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې څخه دى چې په تېرو درېيو کلونو کې يې دوه ځلې سقوط کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن