کابل (پژواک، ١٥چنګاښ ٩٧): ولسمشر محمداشرف غني نن سهار د پغمان د بالاباغ د بیارغونې چارې او کاري پرمختګ له نږدې وکوت.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې دي، چې د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه د چنګاښ په ١٥مه پژواک اژانس ته رالېږل شوې ده .
سرچينه وايي چې له ولسمشرغني سره د دغه باغ د لیدو پرمهال د هېواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر دولتي چارواکو ملتیا کوله.
د سرچينې په خبره، کله چې جمهوررئیس د پغمان د بالاباغ له بېلابېلو برخو لیدنه کوله اړوندو مسوولانو ورته د ماڼیو، بېلابېلو کوټیو، شنې ساحې او د دیوال د جوړولو په هکله معلومات ورکول.
غني هغو کارګرانو سره چې عملاً د پغمان د بالاباغ په یوې ماڼۍ کې د کانګریټ په اچولو بوخت وو، د روغبړ پر مهال يې ورته د دغه باغ د بیارغونې چارو د چټکتیا او نږدې راتلونکې کې ورنه د ګټې اخیستو په خاطر لازمې لارښوونې وکړې او دستور یې ورکړ چې د دغه باغ له بیارغونې وروسته به دا ډله چې د دغه باغ د جوړولو او بیارغونې چارې پر مخ وړي، ننګرهار ولایت ته د جلال اباد د شاهي ماڼۍ او سراج العمارت د بیارغونې لپاره ولېږي.
د یادونې ده چې بالاباغ د شاه امان الله خان په پسرلني باغ مشهور دی او د امان الله خان په شخصي پیسو د ده د کورنۍ د اوسېدو او په دوبي کې د بهرنیو مېلمنو د هرکلي لپاره جوړ شوی دی.
غازي امان الله خان په ۱۳۰۳کال کې دغه باغ ته د ملت د کور په توګه علما، مشایخ، وکیلان او د لویې جرګې ګډونوال دعوت کړي وو.
بالاباغ ۶۳جریبه پراخوالی لري چې د حرم سرای ماڼۍ، سپينه کوټه، سره کوټه، د حضرت اعلی کوټه، د قاشق پنجې کوټه، روغتون، د مشتري په نوم ښوونځی، کارخانه، موټرخانه، پیاده خانه، کفتر خانه او د لمبا حوضونه لري، په بشپړ ډول تخریب شوي، چې د بیارغونې کار یې روان دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن