ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” تګاب کې د دولتي ځمکې د غصب مخه نيول شوې”

” تګاب کې د دولتي ځمکې د غصب مخه نيول شوې”

author avatar
6 Jul 2018 - 12:30
” تګاب کې د دولتي ځمکې د غصب مخه نيول شوې”
author avatar
6 Jul 2018 - 12:30

محمودراقي(پژواک، ١٥چنګاښ ٩٧) : د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ امنیه قوماندان وايي چې له تېرو دوه میاشتو راهیسې ددې ولسوالۍ تعمیر سیمه کې يې د لسګونو جریبه دولتي ځمکې دغصب مخه نیولې ده.

د تګاب امنیه قوماندان محمد نعیم ساپي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تګاب د تعمیر سیمه د دې ولسوالۍ مرکزي سیمه ده، چې عمومي بازار لري او په اقتصادي لحاظ يې ځمکه له لوړ ارزښته برخمنه ده، له څو کلونو راهیسې دلته په یو او بل نوم ځینې دولتي ځمکې د خلکو له خوا نيول شوې دي.

هغه زياته کړه: ((اوسمهال مې د لسګونه جریبه دولتي ځمکې د غصب مخه نيولې او هغو کسانو ته هم اجازه نه ورکوو چې قانوني اسناد نه لري او پر دولتي ځمکې ودانۍ جوړوي.»

د نوموړي په وینا، یادې ولسوالۍ کې ډېرى داسې کسان شته چې یا قومي مشر دی، یا پخوانی قوماندان او زور واکی، دوی له خپلو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنې سره دولتي ځمکې غصب کوي.

بل خوا د دې ولسوالۍ د بازار اوسېدونکي هم د امنیه قوماندان اوسنۍ هڅې ستايي او وايي چې اوسمهال د ځمکو د پلور مخه نيول شوې ده.

د خیبر په نوم یو دوکاندار پژواک ته وويل : « ځینې زورواکي یا له حکومتي امکاناتو څخه ګټه اخلي یا د وسله والو مخالفینو له ادرس څخه، یا له خپل قومي قوت څخه په ګټې اخيستو ځینې دولتي ځمکې په خپل نوم کوي اواسناد ورته جوړوي او بیا يي په نورو پلوري، خو اوسمهال پوليسو د دې کار مخه نيولې ده .»

د شاولي په نوم د تګاب یو قومي مشر پژواک ته وويل: « په تګاب کې هېڅ ځمکه نه ده پاتې، ټوله د پخواني ښاروال له خوا پلورل شوې، نه د معلمینو لپاره ښار ګوټي شته، نه داسې ځمکه چې هلته حکومتي کومه ودانۍ جوړه شي ټوله پلورل شوې ده.))

ده وويل چې پخوا به هم حکومتي اسناد چلېدل هم به د حکومت د وسله والو مخالفینو امرونه ، خو اوسمهال د پاتې ځمکو د غصب مخه نيول شوې ده.))

 امنیه قوماندان وويل چې اوسمهال په تګاب کې د دولتي ځمکو د وېش پروسه بنده ده.

د یادونې ده چې تېرکال د تګاب ښاروال عبدالشکور ساپى د اداري فساد او دولتي ځمکو د خپلسري وېش په تړاو د امنیتي ځواکونو له خوا نيول شوى و.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.