ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بلخ چمتال ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو څلور پوستې سقوط شوي”

“د بلخ چمتال ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو څلور پوستې سقوط شوي”

author avatar
6 Jul 2018 - 09:58
“د بلخ چمتال ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او ملي اردو څلور پوستې سقوط شوي”
author avatar
6 Jul 2018 - 09:58

مزار شريف ( پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۷):د بلخ ولايت د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېره شپه د دغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سيمه ييرو پوليسو او ملي اردو څلور پوستې سقوط شوي او يو شمېر سيمې د طالبانو لاسته ورغلې دي.

د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم وايي چې چمتال کې درې پوستو سقوط کړی او دمګړۍ د ولسوالۍ ودانۍ تر ګواښ لاندې ده.

خو د بلخ ولايت مقام بيا په دغه ولسوالۍ کې يواځې د يوې پوستې سقوط تاييدوي او زياتوي چې د نيولو لپاره يې مرستندوی سرتېري سيمې ته رسېدلي دي.

ځايي خلک وايي چې تېره شپه په جرکلا سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو يوه پوسته او د ملي اردو يوه قرارګاه، په ينګي قلعه کلي د سيمه ييزو پوليسو  دوه پوستې طالبانو نيولي دي.

د جرکلا سيمې اوسېدونکي حاجي سليمان پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ۸ بجې طالبانو لومړی په دغه سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

هغه وويل چې د يادې پوستې سيمه ييزو پوليسو له جګړې پرته پوسته پرېښوده او شاتګ يې وکړ.

نوموړی وايي چې د دغې پوستې په دوه کيلومترۍ کې د ملي اردو يوه قرارګاه هم موجوده وه، چې له لږ جګړې وروسته سرتېري ترې ووتل او طالبانو ونيوله.

د چمتال ولسوالۍ د ينګي قلعه سيمې اوسېدونکي سيد رحمان اغا پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوی په کلي کې هم د سيمه ييزو پوليسو دوو پوستو سقوط کړی دی.

نوموړي زياته کړه چې په دغه سيمه کې د بابه قوشقار په نوم د سيمه ييزو پوليسو پوستې تر سهاره  نښته وکړه، خو سهار کې سقوط شوه.

د هغه په خبره، په دغه پوسته کې د امنيتي ځواکونو دوه رېنجر موټر او يو هاموې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

نوموړی زياتوي چې د بابه قوشقار پوستې تر څنګ د سلطان محمد خان ژرندې امنيتي پوسته هم طالبانو ته په لاس ورغلې ده.

د چمتال اوسېدونکي وايي چې  د يادو پوستو له سقوط سره جرقلعه، ينګي قلعه او مرکزي چمتال پراخې سيمې طالبانو ته په لاس ورغلې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.