د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نظام الدين قيصاري کور د نيولو پرمهال پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د نظام الدين قيصاري کور د نيولو پرمهال پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

Jul 06, 2018 - 11:19

 میمنه (پژواک ، ١٥چنګاښ ٩٧): کومانډو ځواکونو د نظام الدين قيصاري د کور نيولو پرمهال په نښته کې د هغه پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله .

بلخوا د هغو نامسوولوکسانو له ډلې چې د فارياب ولايت د هوايي ډګر  چورلکو يې بريد کاوه ، ٢١کسان نيول شوي،دوه وژل شوي، دوه نور ټپيان دي او يوه اندازه وسله او مهمات د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

په فارياب کې د جنبش ګوند ولايتي مسوول پژواک اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده .

سرچينې زياته کړه چې د نښتې پرمهال د قيصاري دوه تنه وژل شوي، درې نور ټپيان او يوتن نيول شوى دى.

د ٢٠٩شاهين قول اردو مسوولينو په دې اړه څه ونه ويل، خو د پوليسو يوې سرچينې د کومانډو ځواکونو له خوا د قيصاري د کور نيول تاييد کړل .

د قيصاري کور د فارياب د هوايي ډګر ترڅنګ او د ملي اردو د لومړۍ لوا په څو مترۍ کې موقعيت لري.

یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې تیره شپه تر ۴۰ پورې د قیصاري وسله وال دولتي ځواکونو ته ځانونه سپارلي.

سرچینې زیاته کړې، چې نن هم هلته ډلې ډلې د قیصاري وسله وال ملي ځواکونو ته تسلیم شوي او حالات د عادي کیدو په لوري روان دي.

نظام الدین قیصاري د جنرال دوستم د مهمو سيمه ييزو قوماندانانو له ډلې څخه و چې هلته يې د ولسي پاڅون کوونکو کسانو مشري کوله او په يوه امنيتي غونډه کې يې يو شمېر لوړپوړي دولتي امنيتي کسان ګواښلي، چې له هغه وروسته څلور ورځې وړاندې د کومانډو ځواکونو د ځانګړې قطعې له لوري  ونيول او کابل ته انتقال شو.

د قيصاري د نيولو په غبرګون کې په فارياب، جوزجان،سرپل، بلخ او تخار کې لاريونونه ترسره شول چې په فارياب کې تېره ورځ لاريون کوونکو د ولايت مقام ودانۍ او دولتي موټر وسوځول، د امنيتي ځواکونو په ډزو کې يو لاريون کوونکى ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول .

خو فاریاب ته د حکومت لېږل شوي لوړ رتبه پلاوي د یاد ولایت له قومي مشرانو سره په ناستې کې له یوې پرېکړې وروسته په دغه ولایت کې ټولې غونډې او نور حرکتونه د امنيتي ګواښونو تر پای ته رسېدو پورې ځنډولي او پرېکړه شوې که چا سرغړونه وکړه قانوني کړنه به ورسره وشي .

تېره ورځ د ملي دفاع وزارت د وياند دفتر سرپرست محمد رادمنش وويل چې د قيصاري او په بېلابېلو ولايتونو کې د نيول شوودرې نورو قوماندانانو  دوسيې لويې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.

 دغه رازد ولسمشر د وياند مرستيال شاه حسين مرتضوي وويل چې قيصاري د خلکو د شکايتونو  او له  دولتي مقاماتو سره د برخورد له امله نيول شوى دى.

  خو د جنبش ګوند وياند بشيراحمد ته ينج وويل چې د قيصاري نيول ددولت له لوري دسيسه ده .

د امنيتي ادارو د معلوماتو په اساس، تېره ورځ يوشمېر نامسوول کسان د فارياب د هوايي ډګر او د ملي اردو د لوا ترڅنګ راټول شوي وو او دوه درې ځلې يې د ملي اردو پروازونه له خنډ سره مخ کړي و او په مکرر ډول يې پر چورلکو بريد وکړ.  

امنيتي سرچينې وايي چې تېره شپه ځانګړو کومانډو ځواکونو  په يادو نامسوولو کسانو عمليات وکړل چې په ترڅ کې يې ٢١تنه ونيول شول، ٩ميله سپکه وسله ، دوه هاموې موټر، څلور رېنجر،يو لنکروزر، يو هاوان ،يو زيکوک،يو دافع هوااو يوه د مهماتو زېرمه ترلاسه شوي دي.

ددغو عملياتو پرمهال دوه نامسوول کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان دي او امنيتي ځواکونو ته هيڅ زيان نه دى اوښتى .

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement