ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاريون کوونکو هېواد ته د دوستم د راتګ او قيصاري د خوشې کولو غوښتنه وکړه

لاريون کوونکو هېواد ته د دوستم د راتګ او قيصاري د خوشې کولو غوښتنه وکړه

author avatar
6 Jul 2018 - 15:46
لاريون کوونکو هېواد ته د دوستم د راتګ او قيصاري د خوشې کولو غوښتنه وکړه
author avatar
6 Jul 2018 - 15:46

میمنه(پژواک،۱۵چنګاښ ۹۷):په فارياب ولايت کې لاريون کوونکو له حکومت څخه وغوښتل چې هېواد ته دجنرال دوستم د راتګ لپاره دې زمينه برابره او قيصاري دې راخوشې کړي.
نظام الدین قیصاري په فارياب کې د جنرال دوستم د مهمو سيمه ييزو قوماندانانو له ډلې څخه و چې هلته يې د ولسي پاڅون کوونکو مشري کوله چې په يوه امنيتي غونډه کې يې يو شمېر لوړپوړي دولتي امنيتي کسان ګواښلي او له هغه وروسته څلور ورځې وړاندې د کومانډو ځواکونو د ځانګړې قطعې له لوري ونيول او کابل ته انتقال شو.
د قيصاري د نيولو په غبرګون کې په فارياب، جوزجان،سرپل، بلخ او تخار ولايتونوکې لاريونونه ترسره شول چې په فارياب کې تېره دوه ورځې مخکې لاريون کوونکو د ولايت مقام ودانۍ او دولتي موټر وسوځول، د امنيتي ځواکونو په ډزو کې يو لاريون کوونکى ووژل شو او شپږ نور ټپيان شول .
خو فاریاب ته د حکومت لېږل شوي لوړ رتبه پلاوي د یاد ولایت له قومي مشرانو سره په ناستې کې له یوې پرېکړې وروسته په دغه ولایت کې ټولې غونډې او نور حرکتونه د امنيتي ګواښونو تر پای ته رسېدو پورې ځنډولي او پرېکړه شوې که چا سرغړونه وکړه قانوني کړنه به ورسره وشي .
تېره ورځ د ملي دفاع وزارت د وياند دفتر سرپرست محمد رادمنش وويل چې د قيصاري او په بېلابېلو ولايتونو کې د نيول شوودرې نورو قوماندانانو دوسيې لويې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.
نن څلورمه ورځ هم په فارياب کې سلګونو کسانو په لاريون لاس پورې کړ او له ترکيې څخه يې هېواد ته د جنرال دوستم راتګ لپاره د زمينې برابرولو او د نظام الدين قيصاري د خوشې کولو غوښتنه کوله .
لاريون کوونکو ولسمشر غني انحصارګر و باله او ګواښ يې وکړ چې که ددوى غوښتنو ته پاملرنه ونه شي لاريونونو ته به دوام ورکړي.
د جنبش ګوند ولايتي رييس عطامحمدفيضي وويل: (( اشرف غني د جنرال دوستم او د ترکتبارانو د رايو په بانک ارګ ته ورسېد، خو د قدرت له ترلاسه کولو وروسته يې د شخصيتونو په لرکولو لاس پورې کړى، دسيسې جوړوي او د هغو کسانو په نيولو يې پيل کړى چې د امنيتي ځواکونو په څنګ کې د امنيت په ټينګښت بوخت دي.))
ده وويل چې ترڅو جنرال دوستم هېواد ته نه وي راغلى خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړي.
يوتن لاريون کوونکي بشيريعقوبي پژواک ته وويل: ((امنيتي ځواکونو بې له دې چې د محکمې حکم له ځان سره ولري د قانون خلاف او د جلسې په پلمه نظام الدين قيصاري دعوت او نيوه .))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.