ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې دوو چاودنو لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

په غزني کې دوو چاودنو لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
6 Jul 2018 - 13:06
په غزني کې دوو چاودنو لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
6 Jul 2018 - 13:06

غزني ښار(پژواک،١٥چنګاښ٩٧): د غزني ولايت په ګیلان ولسوالۍکې د دوو چاودنو له امله لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د غزني د ګیلان ولسوال محمدکریم ګیلانوال د چنګاښ په ١٥مه پژواک خبرى اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې څه کم یوولس بجې د ګیلان ولسوالۍ د شینکۍ په سیمه کې هغه مهال يو ماين چاودېدلى چې کله ماشومانو لوبې کولې .

هغه زياته کړه چې ددې پېښې له امله درې ماشومان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

ولسوال وایي چې د ټپیانو روغتیایي حالت ښه نه وو او د غزني ښار ته لېږل شوي دي.

هغه دغه راز زياته کړه چې ددې ترڅنګ دګیلان ولسوالۍ د ضابط کلا په سیمه کې هم  دیوې چاودنې له امله درې ماشومان ټپیان شوي چې روغتیایې حالت یې ښه دى.

د ولسوال په خبره، دواړه چاودنې دسړک غاړې ماینونو له امله رامنځته شوې دي.    هغه دماشومانو عمرونه له ١٠ تر ۱۵ کلونو پوري ياد کړل.

دګیلان ولسوالۍ د شینکۍ سیمې يواوسېدونکی نورالله وایي چې دغو ماشومانو باندې هغه مهال چاودنه شوې چې دوى په لوبو بوخت وو.

چارواکي وایي چې ماینونه د وسله والو طالبانو له لوري ایښودل شوي وو، خو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.