ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو سرمشريزه کې پر افغان ماموريت، سولې او مالي ملاتړ خبرې کېږي

د ناټو سرمشريزه کې پر افغان ماموريت، سولې او مالي ملاتړ خبرې کېږي

author avatar
7 Jul 2018 - 13:53
د ناټو سرمشريزه کې پر افغان ماموريت، سولې او مالي ملاتړ خبرې کېږي
author avatar
7 Jul 2018 - 13:53

کابل (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٧): د ناټو سازمان په سرمشريزه غونډه کې به پر افغان ماموريت، سولې پروسې او د افغان ځواکونو پر مالي ملاتړ خبرې وشي.

ټاکل شوې ده چې د ناټو سرمشريزه غونډه د روان لمريز کال د چنګاښ په ٢٠مه او ٢١مه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره کېږي.

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان وياندې اووانا لنګيسکي د چنګاښ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به تر ډېره ناټو سازمان ته له ورپېښو ننګونو سره د مقابلې پر اقداماتو او د دفاع پر پياوړې کولو بحث کېږي.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې افغانستان هم د دې سرمشريزې د اجنډا مهمه برخه ده او د غونډې په دويمه ورځ د افغانستان په اړه مهمه ناسته کېږي.

د نوموړې په وينا، په دې ناسته کې په د ناټو سازمان او غوڅ ملاتړ ماموريت ټول غړي هېوادونه، د ملګرو ملتونو، اروپايي اتحاديې، نړيوال بانک، د نړيوال ملکي استازي، د ناټو قوماندان استازي هم ګډون کوي.

مېرمن اووانا وايي چې په دې ځانګړې ناسته کې به د لومړي ځل لپاره د قطر او متحده عربي اماراتو استازي هم ګډون وکړي؛ ځکه چې دوى هم په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت غړي ګرځېدلي دي.

دا چې په دې غونډه کې به د افغانستان په اړه کومې پرېکړې کېږي، د ناټو سازمان ويانده وايي چې ټول غړي هېوادونه او متحدين به له افغانستان سره د خپلو اوږودمهاله همکاريو ژمنې تازه کړي او د راتلونکو څلورو نورو کلونو لپاره به د افغان ملي ځواکونو د مالي ملاتړ د دوام اعلان وکړي.

دغه راز هغې زياته کړې چې په دې سرمشريزه غونډه کې به پر افغان سولې پروسې بحث وشي او يو ځل بيا به ترې خپل ملاتړ اعلان کړي.

هغې زياته کړې چې افغان پلاوى به د غونډې ګډونوالو ته د سولې پروسې، راتلونکو ټاکنو او اصلاحاتو په اړه راپور ورکړي.

د ناټو سازمان وياندې وويل چې دوى د افغان حکومت په ملاتړ په افغانستان کې خپل ماموريت پيل کړى، خو تر اوسه يې د پاى په اړه کومه پرېکړې نه ده شوې.

هغې زياته کړې: ((موږ به د روزنې غوڅ ملاتړ ماموريت ته د افغانستان ځمکنيو حالاتو په کتلو سره ادامه ورکوو؛ ځکه چې دوه کاله مخکې د وارسا په سرمشريزه کې مشرانو پرېکړې کړې وه چې دغه ماموريت ته به تر ٢٠١٦ کال وروسته هم دوام ورکوي.))

د نوموړې په وينا، تېر کال یاد سازمان او متحدينو يې پرېکړه وکړه چې د دغه ماموريت د سرتېرو شمېر له ١٣ زرو څخه ١٦زرو ته لوړوي او اوس يې شمېر لوړ شوی دی.

مېرمن اووانا د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې سازمان ژمن دى، تر ٢٠٢٠ کال وروسته هم د دغو ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي.

هغې هيله څرګنده کړه چې په دې سرمشريزه کې د افغانستان ولسمشر او اجرائيه رييس دواړه ګډون وکړي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.