بامیان(پژواک،١٦چنګاښ٩٧): د ملي امنيت رياست وايي چې د باميان د والي له کور سره نږدې يو بوشکه يي ماين او يو بې پليټه موټر له زهري توکو سره کشف او ضبط شوي دي.
د باميان د ملي امنيت رييس برید جنرال حیات الله روستا زاده په يوه خبري ناسته کې وويل، يو بې اسناده موټرچې ٢٥بوتله زهري مواد په کې ځاى پرحاى شوي و، تېره ورځ د ملي امنيت موظفينو له لوري ونيول شول.
ده په خبره، لومړنۍ څېړنه ښيي چې دغه توکي د حقاني شبکې له پاکستان څخه راوړي ترڅو په افغانستان کې خلک پرې مسموم کړي، خو دغه طرحه يې شنډه شوه .
نوموړي زياته کړه چې تراوسه دغه زهري توکي نه دي امتحان شوي، خو ښکاري چې ډېر قوي دي.
دغه رياست وايي چې نن د باميان د والي له کور سره نږدې هغه بوشکه يي ماين چې د ډېر تخريب توان يې درلود او مواد يې په افغانستان کې نه پيدا کېږي، ددغه رياست د موظفينو له لوري کشف شو .
د باميان د ملي امنيت رييس وويل:((ددغه ماين او زهري توکو د عاملينو د نيولو لپاره هڅې روانې دي، ترڅو يې پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن