فیروزکوه (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۹۷): په غور ولایت کې سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د دې ولسوالۍ سرپرست ولسوال د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.
د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت چهارسدې ولسوالۍ سرپرست میرزامحمد نن سهار دندې ته په لار و چې موټر يې د سړک غاړې پر ماین ور برابر شو.
نوموړي زیاته کړه چې په دې چاودنه کې د چارسدې ولسوالۍ سرپرست وژل شوی دی.
د دې پېښې مسوولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
له بل پلوه په غور کې سیمه ییزې سرچینې هم وايي چې میرزامحمد ابراهیم په غور ولایت کې د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند وتلی قوماندان و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن