کابل (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٧): ټاکل شوې ده چې د ناټو سازمان په سرمشريزه غونډه کې ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله دواړه ګډون وکړي.
د ناټو سرمشريزه غونډه د روان لمريز کال د چنګاښ په ٢٠مه او ٢١مه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې ترسره کېږي.
په افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي زميرمان تېره اوونۍ له اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره وليدل او هغه ته يې په ياده غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.
د اجرائيه رياست له خوا په ياده غونډه کې د ډاکتر عبدالله ګډون تاييد شوى او د ناټو د ملکي استازي دفتر هم د دغه ګډون پخلی کړی دی.
بلخوا په بروکسل کې د ناټو سازمان د مرکزي دفتر يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې دوى ولسمشر غني ته هم بلنه ورکړې او تمه کېږي چې هغه هم په دې مهمه غونډه کې ګډون وکړي.
د ولسمشر مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي پژواک ته ومنل، چې ولسمشر به په دغه کنفرانس کې ګډون کوي.
هغه زياته کړه، چې دا کنفرانس افغانستان لپاره ډېر مهم دى او حکومت هم له يوه قوي پلان سره پکې ګډون کوي.
د ناټو په سرمشريزه غونډه کې د دغه سازمان د ٢٩ غړو هېوادونو او متحدينو په ګډون د ٤١ هېوادونو ولسمشران، لومړي وزيران او د بهرنيو چارو وزيران ګډون کوي.
د دې سرمشريزې دويمه ورځ د افغانستان لپاره ځانګړې شوې ده چې ناټو به په کې د افغانستان پر خپل ماموريت او د افغان ملي ځواکونو پر دوامداره مالي ملاتړ پرېکړې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن