ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار سوداګر د مېوې صادرولو کې له ستونزو سره مخ دي

د کندهار سوداګر د مېوې صادرولو کې له ستونزو سره مخ دي

author avatar
7 Jul 2018 - 11:10
د کندهار سوداګر د مېوې صادرولو کې له ستونزو سره مخ دي
author avatar
7 Jul 2018 - 11:10

کندهار (پژواک، ١٦ چنګاښ ۹۷): د کندهار سوداګر وايي، پاکستان ته د مېوې او نورو محصولاتو د لېږد په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

سوداګر داسې مهال د مېوې د صادراتو په برخه کې له ستونزو شکایت کوي چې په کندهار کې د انګورو او نورو مېوو د حاصلاتو وخت را رسېدلی او تر ډېره دغه محصولات د پاکستان مارکېټونو ته صادرېږي.

په کندهار کې د لندې مېوې سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا پژواک خبري اژانس ته وویل، په داسې حال کې چې په کندهار کې د انګورو او نورو مېوو د حاصلاتو ټولولو وخت نږدې شوی، د صادرولو په برخه کې یې یو شمېر ستونزې شته چې باید حل شي.

هغه زیاته کړه، په سپین بولدک ولسوالۍ کې چې کله له مېوې بار موټر د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته اوړي او یا له هغې غاړې افغانستان ته راځي د حق العبور او خاک پولۍ په نوم پیسې ورڅخه اخیستل کېږي.

ده زياته کړه: ((له هر موټر څخه د حق العبور په نوم ۲۵۰۰ افغانۍ او د خاک پولۍ په نوم ۱۷۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي چې د مېوې صادراتو پر وړاندې یې ستونزې جوړې کړې دي.))

د ناني اغا په وینا، دغه پیسې په ناقانونه توګه اخیستل کېږي، په داسې حال کې چې له هېواده پر صادرېدونکې مېوه مالیه او ټکس نشته.

دی وايي، د مېوې د صادراتو په برخه کې دا او ورته نورې ستونزې څو ورځې مخکې د کندهار له والي سره هم شریکې شوي او سوداګرو ورڅخه غوښتي چې د حل لپاره یې اقدام وکړي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې ډېر مهال په ګمرک کې د مېوې موټر له کوم دلیل پرته د ډېر وخت لپاره درول کېږي چې د مېوې د خرابېدو سبب کېږي.

اغا وايي، سوداګر له دولت څخه د دغو ستونزو حل غواړي او غوښتنه کوي چې د صادراتو په برخه کې اسانتیاوې ډېرې کړي.

د لندې مېوې یو بل سوداګر عبدالصمد هم د ورته ستونزو یادونه کوي او وايي، ډېر وخت په موټرونو کې بار مېوه له دې امله خرابېږي چې پاکستان د موټرونو لپاره تر ټاکلي وخت وروسته ایله یو یا دوه ساعته دروازه خلاصه پرېږدي خو موټر تر ډېره وخته په ګمرک کې له کوم دلیل څخه پرته درول کېږي او ان ډېر وخت تر بلې ورځې پاتې وي.

د ده په خبره، په ټولیزه توګه مېوې مازدیګر د لمر لوېدو پر مهال په موټرونو کې بارېږي څو خرابه نه شي او په همدې شپه د پاکستان تر مارکېټونو ورسول شي.

دی وايي، د ځنډ په صورت کې مېوه خرابېږي او قیمت له لاسه ورکوي چې په دې سره باغ لرونکو او سوداګرو ته زیان رسېږي.

نوموړي دغه راز له پاکستان څخه هم غوښتنه کوي چې د مېوو د حاصلاتو پر مهال دې د ستونزو نه جوړولو ډاډ موجود وي، ځکه په تېرو کلونو کې دغه هېواد په وار وار دروازه له کوم دلیل پرته په ورځو ورځو د مېوو صادارتو پر مخ تړلې او سوداګرو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

خو عبدالصمد وايي چې تر اوسه په دې برخه کې کومه ستونزه نه لیدل کېږي او له بله پلوه پاکستان د افغانستان پر تازه مېوې پنځوس سلنه محصول یا ټکس را ټیټ کړی دی.

د ده په خبره، تېر کال پاکستان پر یوه موټر ۱۲۰زره کلدارې محصول اخیست خو سږ کال نیمايي یعنې ۶۰ زره کلدارې اخیستل کېږي.

دی وايي، له کندهاره تازه د انګورو حاصلاتو ټولولو لړۍ پیل شوې او هره ورځ له ۷ تر ۸ موټرو انګور پاکستان ته ځي چې د انګورو له پخېدو سره هره ورځ یو یو موټر زیاتېږي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا د سوداګرو دا ستونزې پر ځای ګڼي او وايي، څو ورځې وړاندې یې د سوداګرو دغه ستونرې د کندهار له ولایتي ادارې سره شریکې کړي دي.

هغه زیاته کړه، د کندهار والي ورسره ژمنه کړې چې ستونزې به حلوي او د صادراتو په برخه کې به اسانتیاوې ډېروي.

دی وايي، والي ډاډ ورکړی چې نه یوازې د مېوو له موټرونو به ناقانونه پیسې نه اخیستل کېږي، بلکې په دې اړه به څېړنه کوي چې د مېوې له سوداګرو دغه پیسې د چا له خوا د څه لپاره اخیستل کېږي.

د ده په خبره، د سوداګرۍ خونې مسوولینو په ورته توګه د پاکستان له قونسل سره هم خبرې کړي او هغوی هم ژمنه کړې چې پاکستاني لوری به دروازه تر ټاکلي وخت یوه یا دوه ساعته وروسته تړي څو سوداګر وکولای شي په اسانه خپلې مېوې دغه هېواد ته صادرې کړي.

بينا وايي، د دوی تمه دا ده چې پاکستان پر خپلو ژمنو ثابت پاتې شي او د مېوو د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.

هغه د افغانستان- هند هوايي دهلېز له لارې هم د انګورو د صادراتو د پیل کولو خبر ورکړ او ویې ویل څو ورځې وړاندې د افغانستان هوايي چلند رییس کندهار ته سفر کړی و او له دوی سره یې ژمنه کړې ده چې نه یوازې هند، بلکې سعودي عربستان، اماراتو او نورو عربي هېوادونو ته به هم له کندهاره تازه مېوه ولېږدول شي.

دی وايي، د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې وروسته سوداګر چمتووالی لري چې هره اوونۍ ۴۰ ټنه مېوه چمتو کړي او هره اوونۍ د کارګو الوتکې له لارې هند ته ولېږدول شي.

د ده په خبره، دا ځل د کارګو الوتکو تړون له کام ایر هوايي شرکت سره شوی او تمه ده چې د تېر په پرتله به یې الوتنې منظمې وي، څو سوداګر وکولای شي په پراخه کچه خپل محصولات او مېوې هند ته د هوا له لارې هم صادر کړي.

خو ده یادونه وکړه چې په کندهار هوايي ډګر کې لا هم یو لړ تخنیکي ستونزې شته او د مېوو ساتنې، چیک او لېږد لپاره ډېرې اسانتیاوې نشته چې باید حل شي.

بلخوا د کندهار والي د ګمرک او ټرانسپورټ ریاستونو ته امر کړی چې د مېوې د صادراتو پر وړاندې د خنډونو مخنیوی وکړي او له سوداګرو سره مرسته وکړي چې مېوه پر وخت بهر ته صادره شي.

د کندهار والي زلمی ویسا وايي، هغه څه چې په ولایتي ادارې پورى اړه لري، امکاناتو ته په کتو سره به د قانون په چوکاټ کې له سوداګرو سره همکاري وکړي او اسانتیاوې به ډېرې کړي.

خو ده هم د تازه مېوې له سوداګرو وغوښتل چې قوانین مراعات کړي او سوداګري يې باید له اصولو او مقرراتو سره سمه وي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.