ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه او بادغيس کې شلو طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

فراه او بادغيس کې شلو طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
7 Jul 2018 - 14:39
فراه او بادغيس کې شلو طالبانو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
7 Jul 2018 - 14:39

قلعه نو (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٧):  چارواکي وايي، په بادغيس او فراه ولايتونو کې ٧ طالبان او پنځه پوليس وژل شوي او پنځه دولتي سرتېري له درېيو طالبانو سره ټپيان دي.

د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب الله هاشمي وايي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مقر ولسوالۍ په مرکز او سنګ اتش سيمه کې پر دولتي پوستو بريدونه وکړل.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغو بريدونو پر مهال، د ولسوالۍ په مرکز کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او د ملي اردو دوه تنه ټپيان دي.

د مُقر د مرکز اوسېدونکى زمرى وايي، د طالبانو د مرګ ژوبلې د شمېر په اړه معلومات نه لري، خو خلکو ويلي چې مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

دغه راز هاشمي وايي، چې په سنګ اتش سيمه کې اووه طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

هغه وويل چې په دغه بريد کې د ريزرف عملياتي کنډک قوماندان عبدالحکيم او درې نور سرتېري ټپيان شوي دي.

د سنګ اتش سيمې يو اوسېدونکى بريالى وايي چې په دغه بريد کې د وژل شويو څلورو طالبانو مړي يې ليدلي دي.

طالبانو ويلي چې تېره شپه د مقر ولسوالۍ په مرکز کې يې د دولتي ځواکونو يوه پوسته نيولې او د دغه بريد پر مهال له دولتي ځواکونو يو تن وژل شوى او د د دولتي ځواکونو د يو قوماندان په ګډون دوه تنه ټپيان دي. 

طالبانو ويلي چې په دغه بريد کې دوى ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يو بل خبر له مخې،طالبانو تېره شپه د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د لويې لارې پوليسو پر يوه پوسته بريد کړى دى.

 د فراه د ولايتي شورا غړى دادالله قانع وايي چې په دغه بريد کې د پوستې د قوماندان په ګډون پنځه پوليس وژل شوي او د پوستې وسلې او مهمات طالبانو له ځان سره وړي دي. 

هغه وايي چې په دې بريد کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.