ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لاریون کوونکو په سمنګان کې د کابل- بلخ لویه لار تړلې

لاریون کوونکو په سمنګان کې د کابل- بلخ لویه لار تړلې

author avatar
7 Jul 2018 - 13:57
لاریون کوونکو په سمنګان کې د کابل- بلخ لویه لار تړلې
author avatar
7 Jul 2018 - 13:57

ایبک (پژواک، ۱۶چنګاښ ۹۷): لاریون کوونکو چې د ((نظام الدین قیصاري)) د خوشې کېدو او هېواد ته د ((جنرال دوستم)) د بېرته را ستنېدو غوښتنه کوي، د کابل- بلخ لویې لارې تړلو تر څنګ یې د ولسمشر عکس هم وسوځاوه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال او د اسلامي جنبش ګوند بنسټ ايښودونکی جنرال عبدالرشید دوستم څه باندې یو کال مخکې د احمد ایشچي قضیې له پلټنې وروسته ترکیې ته ولاړ او له هغه وخت راهیسې افغان حکومت هېواد ته د را ستنېدو اجازه نه ده ورکړې.

د فاریاب قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان او د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د دوستم ځانګړی استازی، پنځه ورځې مخکې په یوه امنیتي غونډه کې چې د شاهین ۲۰۹ قول اردو قوماندان او په فاریاب کې یو شمېرنورو لوړپوړو امنیتي چارواکو هم په کې ګډون درلود، ونیول شو.

د راپورونو له مخې، قیصاري له یوې نښتې وروسته چې څلور کسان یې په کې ووژل شول، نیول شوی دی.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۹ شاهین قول په یوه وینا کې ویلي: ((نظام الدین قیصاري د بېباکې کړنې له امله د غونډې د ګډونوالو سپکاوی وکړ، ټول یې خاینان وبلل، هغوی یې پر مرګ وګواښل او زیاته یې کړه چې ټول وژنم، دولتي ودانیو ته اور اچوم او په میمنه کې حکومتي نظام ته سقوط ورکوم... د هغه له تېزو لفظي خبرو وروسته، هغه ته وفادارو کسانو وسلې ته لاس کړ چې په پایله کې یې نښته رامنځته شوه.))

له فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو وروسته نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د قیصاري سلګونو پلویانو په سمنګان کې لاریون وکړ، د کابل- بلخ لاره وتړله، د قیصاري د خوشې کېدو او هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته را ستنېدو غوښتنه یې کوله.

لاریون کوونکو د سمنګان مرکز ایبک له مرکزي پارک څخه د ایبک تر بندر پورې په داسې حال کې لاریون ته دوام ورکړ چې د دوستم، د اسلامي جمعیت ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور او د وحدت ګوند مشر محمد محقق عسکونه یې له ځان سره لېږدول او ((ژوندی دې وي دوستم، مړ دې وي اشرف غني)) شعارونه یې ورکول.

دغو لاریون کوونکو نن له غرمې وړاندې شاوخوا لس بجې او ۴۵ دقیقې لاره بنده کړې او تر څنګ یې د ولسمشر محمداشرف غني عکس چې په دې سیمه کې لګول شوی و، هم وسوځاوه.

د نورو لاریون کوونکو په استازیتوب عبدالعزیز نوري له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال وویل چې اوزبک قوم په ټاکنو کې ولسمشر محمد اشرف غني ته رایه ورکړه؛ خو ولسمشر د دې پر ځای چې له دغه قوم سره ښه چلند وکړي، د اوزبکانو سپکاوی کوي او مشران یې په زندان کې اچوي.

نوموړي وویل چې هغوی د خپل حق ترلاسه کولو لپاره راوتلي، د قیصاري د خوشې کولو او هېواد ته د دوستم د بېرته را ستنېدو غوښتنه کوي.

نوموړي وویل چې قیصاري د طالبانو او داعش ډلو پر وړاندې جنګېده او باید خوشی شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.