پلخمري (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٧): په بغلان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ٤ کسان مړه او ٢٢ نور ټپيان شوي دي.
د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبیح الله شجاع د چنکاښ په ۱۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېر مازديګر ناوخته د پلخمري- کابل پر لویه لار د بغلان د دوشي ولسوالۍ اړوند په قره احمد سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په ياده سيمه کې یو مسافر وړونکی مرسدیز موټر له کرولا سره ټکر کړى چې له امله يې څلور کسان مړه او ٢٠ نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي په وينا، په مړو کې دوه مېرمنې او په ټپيانو کې ٦ ماشومان شامل دي.
د بغلان د ترافيکو مدیر سمونیار محمد نبي نبي زاده هم د يادې ترافیکې پېښې د تاييد تر څنګ پژواک ته وويل چې له بلخ څخه کابل ته روان يو کرولا موټر له مسافر وړونکي مرسدیز سره ټکر کړى چې له امله يې د دواړو موټرو سپرليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دى وايي چې د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې دي.
د پلخمري ملکي روغتون د همغږۍ څانګې مسوول، ډاکتر شاه محمود هوفياني پژواک ته وويل چې دوى ته ٢٢ ټپيان او څلور جسدونه ور وړل شوي چې د ځينو ټپيانو حالت د اندېښنې وړ و.
هغه وايي چې يو شمېر ټپيان مزار او کندوز ولايتونو ته لېږدول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن