ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې لاریونونو خلک له ستونزو سره مخامخ کړي

جوزجان کې لاریونونو خلک له ستونزو سره مخامخ کړي

author avatar
8 Jul 2018 - 19:52
جوزجان کې لاریونونو خلک له ستونزو سره مخامخ کړي
author avatar
8 Jul 2018 - 19:52

شبرغان (پژواک، ۱۷چنګاښ ۹۷): فاریاب کې د وروستیو لاریونونو له امله، نه یواځې د شبرغان اوسېدونکو او د درې لویو لارو موټرچلوونکو ته مالي زیانونه اوښتي دي، بلکې ځینې ښوونځې او دولتي ادارې هم تړل شوې دي.

د جوزجان اوسېدونکو لاریون چې شپږمې ورځې ته وغځېد، د جنرال عبدالرشید دوستم ځانګړي استازي نظام الدین قیصاري په خوشې کولو او له ترکیې څخه هېواد ته د جنرال دوستم بېرته ستنېدو غوښتنه یې کوله، همداراز نن د میمنې ښار کې هم لاریون ترسره شو چې لاریون کوونکو پر ورته غوښتنو ټینګار کاوه.

د احمد په نوم یو موټرچلوونکی چې شبرغان ښار ته د ننوتو په دروازه کې د لارې خوشې کېدو ته منتظر و، وویل: ((زه له پکتیا ولایت څخه دلته له خپل موټرسره غریبي ته راغلی یم؛ خو دلته وضعیت داسې دی چې دوه کسان سره خپلو کې په شخړه اخته شي، عمومي سړک بندوي او زیان یې موږ ته اوړي.))

هغه زیاته کړه: ((د دې ستونزې په رامنځ ته کېدو کې زموږ څه ګناه ده، حکومت لاس تر زنې ناست او ننداره کوي، په درې ورځو کې د موټر بار له امله ۱۵زره افغانۍ زیانمن شوی یم چې ښايي په څو راتلونکو میاشتو کې یې هم جبران نه شم کړای، نه حکومت او نه ملکي وګړي زموږ حال ته پاملرنه کوي، موږ پرته له کوم جرمه دلته تاوان ګالو.))

په شبرغان ښار کې هټۍ وال بشیر وویل چې داسې ورځو کې باید حکومت د عامو وګړو امنیت خوندي کړي او اجازه ور نه کړي چې راغلي خلک نورو ته د اقتصادي زیان اړولو سبب شي.

هغه زیاته کړه: ((خلک د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره بازار ته راځي او خالي لاسونه بېرته کورونو ته ستنېږي؛ ځکه هټۍ، مارکېټونه او دولتي ادارې تړلي دي، په دې سره خلک له ستونزو سره مخ شوي دي، سربېره له دې چې د شبرغان ښار ځینې اوسېدونکو ته اقتصادي زیان اوړي، د ښار او بازار نظم  هم ګډوډ شوی دی.))

دا په داسې حال کې ده چې دولتي ادارې او ښوونځي هم په درې وروستیو ورځو کې تړلي دي؛ خو چارواکي دا موضوع نه مني.

د جوزجان ولایت د پوهنې رئیس عبدالحي یشین وویل چې ښوونځي د زده کوونکو پرمخ خلاص دي؛ خو د زده کوونکو کورنۍ د خپلو شخصي ملحوظاتو له امله، اولادونه ښوونځيو ته نه لېږي.

هغه زیاته کړه: ((که زده کوونکي ښوونځي ته حاضر شي، موږ د هغوي درسي پروګرام په تطبیق کې کومه ستونزه نه لرو.))

د پژواک خبریال چې کله د جوزجان پوهنې رئیس څخه پوښتنه وکړه چې نن شبرغان ښار کې د زده کوونکو پر مخ څومره ښوونځي پرانیستي دي؟ وویل چې د شبرغان ښار اوسېدونکو له دوی سره د شته ملحوظاتو پر بنسټ، خپل اولادونه ښوونځي ته له تګ څخه منع کړي دي.

له بل پلوه د جوزجان والي مولوي لطف الله عزیزي هم وویل چې یواځې هغه دولتي ادارې د لنډې مودې لپاره تړلې دي چې د لاریونوالو د تګ راتګ په مسیر کې موقعیت لري.

کله چې له نوموړي څخه پوښتنه وشوه چې هغه نن دفتر کې حاضر دی؟ ویې ویل: ((زه مېلمه لرم او باید مېلمه سره و اوسم، وروسته به دفتر ته لاړ شم.))

خو کله چې نن غرمه مهال د پژواک خبریال له نوموړي سره اړیکه ټینګه کړه، هغه وویل چې له مېلمنو سره بوخت دی او وروسته د موضوع په اړه خبرې کوي چې بیا ورسره اړیکه ټینګه نه شوه.

د لاریون یوه تنظيموونکي عبدالمجید شبرغان ښارکې وویل چې د خلکو پرمخ د ښوونځیو او دولتي ادارو پرانیستل، د دولتي چارواکو د دندو یوه برخه ده.

نوموړي زیاته کړه: ((موږ هیڅکله دې ته لېوال نه وو څو ښار کې هټۍ وتړو، د ښوونځیو او دولتي ادارو دروازې هم د زده کوونکو او خلکو په وړاندې وتړو، د دې کار مسؤولیت د مرکزي حکومت پر غاړه ده چې شبرغان ښار کې یې  د ښوونځیو او دولتي ادارو تړلو ته لار هواره کړې ده.))

نوموړي وویل: ((موږ ناچاره يو چې د هغوی پر وړاندې غبرګون وښیو او که مثبت ځواب مو ترلاسه نه کړ، دولتي اداري، ښوونځي او هټۍ به د تل لپاره تړلې وي.))

دا په داسې حال کې ده چې نن هم د افغانستان ملي اسلامي جنبش ګوند زرګونه پلویان د شبرغان ښار واټونو ته راووتل او د  دولتي ضد شعارونو په ورکولو سره یې لاریون ته دوام ورکړ.

د فاریاب  قیصار ولسوالۍ امنیه قوماندان او د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د جنرال دوستم ځانګړی استازی نظام الدین قیصاري، شپږ ورځې وړاندې د کومانډو ځواکونو له لوري فاریاب کې تر نیولو وروسته کابل ته ولېږدول شو چې وروسته له هغه د جنبش ګوند پلویانو په فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، تخار، سمنګان او... ولایتونو کې لاریونونه وکړل او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې وکړه

 

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.