ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت باید د زورواکو په نیولو کې یو ډول چلند وکړي

حکومت باید د زورواکو په نیولو کې یو ډول چلند وکړي

author avatar
8 Jul 2018 - 19:47
حکومت باید د زورواکو په نیولو کې یو ډول چلند وکړي
author avatar
8 Jul 2018 - 19:47

کابل (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٧): د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د زورواکو د قانون نیولو ملاتړ کوي؛ خو وايي چې حکومت دې په دې برخه کې عمومي مشورې په پام کې ولري او له ټولو سره دې یو شان چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې په فاریاب کې د غیر مسووله وسله والو قوماندان نظام الدین قیصار، په فراه کې پر وسله والو طالبان د امنیتي پوستو او وسلو پلورونکی محمد داوود، په اروزګان کې غیر مسووله وسله وال قوماندان او په بدخشان کې د قېمتي ډبرو په قاچاق تورن نادرشاه نیولي او څارنوالۍ ته یې ورپېژندلي دي.

په مشرانو جرګه کې د زابل د خلکو استازي محمد حسن هوتک د یادې جرګې نننۍ ناستې وویل: ((حکومت باید د څلورو کسانو پر نیولو بسنه ونه کړي، په ټولو ولایتونو کې زورواکي او ناقانونه وسله وال موجود دي چې خلک ترې په تنګ دي، دوی ټول باید ونیول شي او له ټولو سره دې یو ډول چلند وشي.))

د نوموړي په خبره، مشرانو جرګه د دولت له دې کړنو څخه په هغه وخت کې ملاتړ کوي چې له ورته ټولو کسانو سره یو ډول چلند وشي او که دې ته ورته پېښو کې بېل چلند وشي، نو ډېرې ستونزې به رامنځ ته کړي. 

په دې جرګه کې د زابل د خلکو استازي زلمي زابلي هم وویل، په ټولو زورواکو او ناقانونه وسله والو باید يو ډول قانون پلی شي.

په مشرانو جرګه کې د فاریاب د خلکو استازی ګل محمد رسولي هم وايي، قانون باید په ټولو یو شان پلی شي.

نوموړي زیاته کړه: ((که پر ټولو یو ډول قاون پلی شي، موږ ترې ملاتړ کوو.))

د ده په خبره، حکومت د هغو لاریونونو په تړاو چوپ دی چې د قیصاري د نیولو په خاطر تر سره کېږي.

نوموړي د قیصاري په اړه وویل: ((حکومت داسې کس نیولی چې تل د حکومت او خپلو خلکو تر څنګ ولاړ وو او له دوی یې دفاع کړې ده، قوماندان قیصاري د یوې دسیسې په نتيجه کې نیول شوی دی؛ که قیصاري مجرم وای، نو محکمې به د هغه په اړه حکم کړی وای.))

د یادې جرګې بل غړي مصطفی ظاهر په شمال کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ یاد کړ او ويې ویل: ((موږ د عدالت غوښتونکي یو او ټول زورواکي که د هېواد په هر ګوټ کې وي، باید د قاونون منګولو ته وسپارل شي؛ خو د فاریاب د پېښې په تړاو باید حکومت عمومي مشوره په پام کې ونیسي او د دښمن ژرندې ته اوبه وانه چوي.))

د هلمند د خلکو استازی محمد هاشم الکوزی د هېواد په شمال کې لاریونونه د حکومت او خلکو په ګټه نه بولي او له حکومت څخه یې وغوښتل چې دې ستونزې ته د حل لاره ولټوي تر څو د هېواد دښمنان له دې ډول پېښو څخه ګټه وانخلي.

د جرګې یو شمېر نور غړي هم په ټولو زورواکو د یو ډول قانون د پلي کېدو غوښتنه کوي او وايي، حکومت باید لاریون کوونکو ته قناعت ورکړي.

د مشرانو جرګې لومړي نايب چې د نننۍ ناستې مشري یې هم کوله، د هېواد په شمال کې لاریونونو ته په اشارې وویل، حکومت باید د فاریاب پېښې او د دولت خپلمنځیو ستونزو ته د عمومي امنیت او مشورو په پام کې نیولو سره د پای ټکی کېږدي.

نوموړي همدارنګه وویل، د حکومت له مشرانو غواړي چې په ټولو خلکو یو ډول قانون پلی کړي.

ایزدیار زیاته کړه: ((موږ د قانون پلي کېدو ملاتړي یو، هر څوک چې زورواکي کوي، باید د قانون له مخې ورسره غبرګون وشي؛ په همدې کابل کې د زورواکو له لوري یو ترکى شرکت غصب شو؛ خو حکومت یې په اړه خپل غږ پورته نه کړ، که حکومت د قانون پلي کول غواړي، نو باید له کابل څخه یې پيل کړي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.