ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغان ځانګړو ځواکونو په خوست کې د یوې کورنۍ پنځه کسان وژلي

افغان ځانګړو ځواکونو په خوست کې د یوې کورنۍ پنځه کسان وژلي

author avatar
8 Jul 2018 - 11:39
افغان ځانګړو ځواکونو په خوست کې د یوې کورنۍ پنځه کسان وژلي
author avatar
8 Jul 2018 - 11:39

خوست ښار (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۷): د خوست په باک ولسوالۍ کې د افغان امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي دي.

د خوست د والي وياند طالب منګل د چنګاښ په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه عمليات تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د باک ولسوالۍ د پهلوان خېلو په سيمه کې پر يوه کور افغان ترسره کړي دي.

نوموړي زياته کړه چې په دې پېښه کې يو شمېر کسان وژل شوي خو ويې ويل چې د والي د مرستيال په مشرۍ يو پلاوی سيمې ته تللی څو معلومه کړي چې ملکيان دي او که له وسله والو طالبانو سره تړاو لري.

طالب منګل وويل چې د پلاوي تر راستنېدو وروسته به د وژل شوو شمېر او د پېښې په اړه نور معلومات له رسنيو سره شريک کړي.

په ورته وخت کې د باک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نظام الدين (مستعار نوم) پژواک اژانس ته وويل چې په وژل شوو کې درې وروڼه او دوه يې ورېرونه دي.

د هغه په وينا، په وژل شوو کې يو د پوهنتون محصل و خو د نورو په اړه پوره معلومات نه لري.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په خوست کې د ځانګړو افغان ځواکونو له خوا په بېلابېلو سيمو کې ملکي وګړي وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.