ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روان ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نمايي کې ۴۰۰زره کډوال هېواد ته راستانه شوي

د روان ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نمايي کې ۴۰۰زره کډوال هېواد ته راستانه شوي

author avatar
8 Jul 2018 - 16:57
د روان ۲۰۱۸ کال په لومړۍ نمايي کې ۴۰۰زره کډوال هېواد ته راستانه شوي
author avatar
8 Jul 2018 - 16:57

کابل (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۷): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې د روان ۲۰۱۸ کال په لومړی نیمایي کې په خپله خوښه او یا له مجبوریته کابو ۴۰۰زره کډوال او پناه غوښتونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت په هغې خبرپاڼه چې نن پژواک ته را رسېدلې ده، راغلي، د ۳۸۷۳۵۸ بېرته راستنېدونکو هېوادوالو له ډلې ۳۶۳۰۷۶  کسان له ایران او ۲۴۲۸۲ له پاکستانه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې ۲۰۶۹۱۰ کسان له ایران او ۱۰۳۹ نور له پاکستانه ایستل شوي دي.

سرچینه ليکي، یادې شمېرې ښيي چې له ایران او پاکستان څخه د تېرو کلونو په پرتله هېواد ته د بیا رستنېدونکو کسانو شمېر کم شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، یاد کسان د نیمروز د ورېښم پله، د هرات اسلام کلا بندر، د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپين بولدک له لارې هېواد ته راغلي دي.

سرچینه زیاتوي، بېرته راستنېدونکي کسان چې د کډوالۍ اسناد لري او یا یې نه لري د بېرته راتلو پر مهال د یاد وزارت په مرسته د نړوالو بنسټونو له نغدي او غیر نغدي مرسنو برخمن کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د ملګرو ملتونو پناه ورکوونکو چارو د عالي کمېشنرۍ سازمان له ۷۹۵۱ هغه راستنېدونکو کسانو سره چې د کډوالۍ اسناد یې درلودل، د هر کس پر سر ۲۰۰ امريکايي ډالره مرسته وکړه؛ همدارنګه له پاکستان څخه له ۹۰ سلنه بې اسنادو راستنېدونکو کډوالو او له ایران څخه د ۵ سلنه بېرته راستنېدونکو سره د کډوالو نړیوال سازمان مرسته کوي.

د یادونې ده، د ملي یووالي د حکومت له پیله تر اوسه ۳ ميلیونه کډوال او پناه غوښتونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.