ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار خلک د نوم لیکنې پروسې غځېدل غواړي

د کندهار خلک د نوم لیکنې پروسې غځېدل غواړي

author avatar
8 Jul 2018 - 16:47
د کندهار خلک د نوم لیکنې پروسې غځېدل غواړي
author avatar
8 Jul 2018 - 16:47

کندهار (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۷): په داسې حال کې چې په کندهار کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې لړۍ تازه پای ته رسېدلې، د دغه ولایت اوسېدونکي د دې پروسې عځولو غوښتنه کوي.

په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، که څه هم مرکزي ادارې تر اوسه د دې لړۍ غځېدو په اړه پرېکړه نه ده کړې خو په دغه ولایت کې ډېر خلک د نوم لیکنې له پروسې پاتې شوي دي.

ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوم لیکنې لړۍ وړمه ورځ د چنګاښ په ۱۵مه پای ته ورسېده.

په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال هارون کلیوال پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د نوم لیکنې له پیله بیا تر پایه ټولټال ۵۶۲زره ۶۲ کسانو نوم لیکنه کړې ده.

هغه زیایه کړه، له دې جملې ۴۷۹زره ۶۷۹ تنه نارینه، ۷۲زره ۳۹۳ ښځې او ۹زره ۹۹۴ کوچیان دي.

دی وايي، د کندهار د ۱۷ ولسوالیو له ډلې یوازې په معروف ولسوالۍ کې له دې امله نوم لیکنه نه ده شوې چې هلته جګړه روانه وه، که څه هم د نوم لیکنې لپاره یې مامورین لېږلي وو.

د ده په خبره، په ټولیزه توګه د دغه ولایت په هغو ولسوالیو کې چې امنیت یې ښه و، په ډېر شمېر نوم لیکنې شوې او په هغو کې چې امنیت ښه نه و، د نوم لیکنې بهیر پیکه و او کمو کسانو ځانونه ثبت کړي دي.

کليوال وايي، تر ټولو کمه نوم لیکنه په رېګستان ولسوالۍ کې شوې او د دې ولسوالۍ له شاوخوا ۱۰زره نفوس څخه یوازې ۱۹۰ کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د نوموړي په وینا، د رېګستان تر څنګ ښوراوک، میانشین، خاکرېز، غورک او شاولیکوټ هغه ولسوالۍ دي چې ډېره کمه نوم لیکنه په کې شوې ده.

بلخوا د کندهار ولایتي شورا غړي او د دغه ولایت اوسېدونکي د نوم لیکنې د لړۍ غځولو غوښتنه کوي.

دوی وايي، په دغه ولایت کې د نوم لیکنې پروسه له پيله له ستونزو سره مله وه چې له امله یې ډېر کسان له نوم لیکنې پاتې شوي دي.

په دې اړه د کندهار په ولایتي شورا کې تېره ورځ هم یوه غونډه جوړه شوې وه چې د کندهار ښار او ولسوالیو مخور وربلل شوي وو او دغه راز نن یې په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د سیاسي څانګې (یوناما) په دفتر کې هم غونډه کړې وه او غوښتنه یې کوله چې په دې ولایت کې دې د نوم لیکنې پروسه وغځول شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.