ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د امنيتي چارواکو پر غونډه راکټي بريد وشو

غزني کې د امنيتي چارواکو پر غونډه راکټي بريد وشو

author avatar
8 Jul 2018 - 12:11
غزني کې د امنيتي چارواکو پر غونډه راکټي بريد وشو
author avatar
8 Jul 2018 - 12:11

لومړى تعقيب-غزني ښار (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٧): په غزني کې د درې پرله پسې هاوان مرميو د لګېدو له امله د ملي اردو د دوو سرتېرو په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي دي.

د ملي دفاع وزير ډګر جنرال طارق شاه بهرامي د کورنيو چارو وزارت او ملي امنيت رياست د پلاوي په مشرۍ نن (د چنګاښ ١٧مه) د غزني د ا منيتي وضعيت د څېړنې په موخه دغه ولايت ته تللی دی.

يادو چارواکو د غزني ولايت د مقام د همغږۍ په دفتر کې د غزني له چارواکو او خبريالانو سره ګډه غونډه درلوده چې د هاوان مرمۍ د ولايت په مقام کې دننه یاد دفتر څېرمه لګېدلې ده.

په دې اړه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هاوان د دې مرمۍ د لګېدو له امله د ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

ده وويل چې په دغه بريد کې له کابل څخه راغلي پلاوي او نورو چارواکو ته کوم زيان نه دى رسېدلى.

دغه راز نوري وايي چې د هاوان دويمه مرمۍ د پوهنې په رياست کې لګېدلې چې له امله يې د دې رياست دوه کارکوونکي او يو بل کس ټپيان شوي دي.

د هغه په وينا، د هاوان درېيمه مرمۍ د ښاروالۍ پر ودانۍ لګېدلې چې مرګ ژوبله نه لري.

دغه راز د غزني ښار یوه اوسېدونکي بشر پژواک ته وويل چې د هاوان يوه بله مرمۍ د پوهنې پر رياست لګېدلې ده.

هغه وايي چې په دغه بريد کې درې تنه ټپيان شوي خو معلومه نه ده چې د پوهنې رياست کارکوونکي او که عام وګړي دي.

د دې بريد مسووليت طالبانو منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د هاوان دغه مرمۍ د دوى له خوا توغول شوې دي.

ده وويل چې د غزني ولايت په مقام کې د افغان او امريکايي ځواکونو ګډه غونډه روانه وه چې دوى پرې بريد کړى، مرګ ژوبله هم لري او د بريد له امله غونډه هم ګډه وډه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.