ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولين: پکتيا کې د کوکنارو کر صفر دی، خو له بزګرانو سره یې مرسته نه کېږي

مسوولين: پکتيا کې د کوکنارو کر صفر دی، خو له بزګرانو سره یې مرسته نه کېږي

author avatar
8 Jul 2018 - 11:10
مسوولين: پکتيا کې د کوکنارو کر صفر دی، خو له بزګرانو سره یې مرسته نه کېږي
author avatar
8 Jul 2018 - 11:10

ګردېز (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٧): د پکتيا ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولين وايي چې د پکتيا په ټولو سيمو کې د کوکنارو کر صفر دی، خو بيا هم د دغه ولايت له بزګرانو سره مرسته نه کېږي.

د دوی په خبره، په دغه ولايت کې له شاوخوا لسو کلونو راهيسې کوکنار نه دې کرل شوي، خو پر دې سربېره هم د دغه ولايت بزګرانو ته امتيازي پيسې او نور لازم امکانات نه دي ورکول شوي.

دوی دا څرګندونې د چنګاښ په ١٧مه د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې نړيوالې ورځې او د ياد رياست د نوې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې وکړې چې د اړوند وزارت په څه باندې دوولس ميليونه افغانۍ جوړه شوې ده.

د پکتيا د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس حفيظ الله احمدزي پژواک ته وويل چې د ښو کړنو د تقدير برنامې له خوا پکتيا او د دغه ولايت بزګران له پامه غورځول شوي او دې چارې دوی د دغه بوټي د بيا کر په اړه اندېښمن کړي دي.

احمدزی وايي چې له بزګرانو سره بايد په اقتصادي، زراعتي اصلاحي، د حاصلاتو د زياتوالي، د زعفرانو د کر او بازارموندنې په برخو کې مرسته وشي چې  خلک يې بيا کر ته مخه ونه کړي.

ده وويل: ((هغه وخت چې موږ سره مرسته کېده، بزګرانو ته بندونه، سربندونه جوړ شوي، د زعفرانو پياز او تراکتورونه ورته توزيع شوي، اصلاح شوي تخمونه او باغونه ورکول شوي چې زموږ د بديل معيشت ګډه پروژه ده او د اوبو د تنظيم په برخه کې کارونه شوي. بيا هم جدي ضرورت دی چې دهقانانو ته پام وشي او مرسته ورسره وشي.))

د پکتيا مرستيال والي عبدالوالي سهي هم د کوکنارو د نه کر په بدل کې د ژمنه شوو مرستو پر نه ترسره کولو نيوکه کوي او وايي چې په دې برخه کې بايد عملي اقدامات وشي.

سهي د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پر وزارت له دې امله هم نيوکه کوي چې په خبره يې د يادې پديدې پر وړاندې سمه مبارزه نه کوي.

دی وايي: ((د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت بايد په دې برخه کې جدي کار وکړي او د نشه يي توکو قاچاقچيان بايد افشا کړي.))

عبدالولي سهي نړيواله ټولنه هم له يادې پديدې سره پر کاذبې مبارزې تورنوي او وايي چې د نشه يي توکو او هيروينو د پلور لوی مرکزونه په اروپا او امريکا کې دي او لوی قاچاقبر يې په اسانۍ تر دغو هېوادونو رسوي.

سهي وويل: ((دا چې ته يې ما ته په ميدان هوايي کې ښيې چې پنځه کپسول مې له خېټې ترې را وباسل، نو دا نهه زره "۹۰۰۰" ټنه څنګه تر اروپا، امريکا او تر نړۍ رسېږي؛ ته دې دوکان بند کړه، زه خپله دا نه کرم.))

همدارنګه د پکتيا د ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل وايي چې بزګران د اوبو او نورو امکاناتو د کموالي له امله له ستونزو سره مخ دي او وزارت او نورې اړوندې ادارې او موسـسې دې ور سره د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د نه کر په بدل کې د مرستې کړې ژمنې عملي کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.