د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ننګرهار کې سږ کال د هندواڼو حاصل ډېر شوی

په ننګرهار کې سږ کال د هندواڼو حاصل ډېر شوی

Jul 08, 2018 - 16:56

جلال اباد (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۷): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست وايي، په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله يو ځل بيا د هنډواڼو حاصل لس سلنه زيات شوی او دغه ځل يې هم زرګونه کسانو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، هر کال د ننګرهار د بټې کوټ، لعلپورې، ګوشتې او کامې ولسوالیو  پر ۱۵زره جریبه ځمکه هندواڼې کرل کېږي او تر ۱۰۰زره ټنو ډطر حاصلات ترې راټولېږي.

د هندواڼو ډېر حاصلات سږ کال هم د تېر په څېر په بټي کوټ ولسوالۍ کې ډېر شوی او د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره خو ورته د فارمونو په سيمه کې کوچني بازارونه هم جوړ شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، هم يې د کرکيلي او هم يې د کښت په برخو کې ګڼو بې روزګارو ځوانانو ته کار پيدا کړی دی.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په بټي کوټ، لعلپورې، ګوشتې او کامې ولسواليو کې تر نورو ولسواليو زيات د هندواڼو فصل کرل  شوی دی.

هغه وايي، د دغو ولسواليو شاوخوا ۱۵زره جريبه ځمکه د هندواڼو فصلونو پوښلې او هر کال تر ۱۰۰ زره ټنو زيات حاصلات ورکوي او سږ کال يوازې په بټي کوټ ولسوالۍ کې تر ۷۰زره ټنو ډېرې هندواڼې راټولې شوې دي.

نوموړی وايي، د بټي کوټ تر څنګ په نورو ولسواليو کې هم لسګونه زره ټنه هندواڼه شوې چې د تېر کال د حاصلاتو په پرتله په کې لس سلنه زياتوالی راغلی دی.

په بټي کوټ کې د هندواڼو پلورونکي هم وايي، سږ يې د هندواڼو د خرڅلاو بازار تېر ته په کتو خورا ګرم دی او د لويې لارې مسافر يې د تګ راتګ پر مهال د هندواڼو اخيستو ته درېږي او هندواڼې ترې اخلي.

د دغو کسانو له ډلې نعمت الله پژواک ته وويل چې د هندواڼو پلور ورته د ګټې وټې ښه زمينه برابره کړې، هغه وايي، د هندواڼو تر فصل وړاندې او وروسته په جلال اباد ښار کې کراچۍ واني کوي.

هغه زياتوي چې دا هندواڼې د ختيځو ولايتونو تر څنګ کابل او پېښور ته هم لېږدول کېږي

ګروندګر وايي، کلونه وړاندې د بټې کوټ په ډېره ځمکه د کوکنارو او بنګو بوټي کرل کېدل، خو اوس يې ځای هندواڼو او سبزیجاتو نیولی دی.

د دوی له ډلې زر شاه پژواک ته وويل: ((څه موږ خپلې ځمکې دي او څه د بېلې (د سيند د منځ ساحه) ځمکې دي، ټولو کې هندواڼې کرو، تجاران راځي همدلته يې په پټي کې اخلي، له ټولولو او هر کړاو يې خلاص يو.))

که څه هم حکومت کلونه کلونه په هېواد او ځانګړي توګه ننګرهار کې د کوکنارو د کښت د مخنيوي لپاره ميليونه ډالر مصرف کړل او بيا هم په ډېرو سيمو کې دغه بوټی کرل کېږي؛ خو د کارپوهانو په باور که کروندګرو ته د داسې حاصلاتو زمينه سازي وشي چې هم بازار ولري او هم يې کروندې ښه حاصل ورکړي؛ نو هېڅ زر او زور ته حاجت نه پاتې کېږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement