ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې دوه ماین خښوونکي وژل شوي

په هرات کې دوه ماین خښوونکي وژل شوي

author avatar
8 Jul 2018 - 12:48
په هرات کې دوه ماین خښوونکي وژل شوي
author avatar
8 Jul 2018 - 12:48

هرات (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٧): سیمه ییزې سرچینې وايي، په هرات کې د طالبانو د ماین خښوونکو کسانو مسوول له یوه ساتونکي سره یو ځای د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوی، بلخوا دوه عکاسان له خلکو د ډېرو پیسو اخیستو په تور نیول شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وویل، ملا عبدالحلیم چې د ماین جوړولو ماهر و، تېره ورځ په خپل لاس د جوړ شوي ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې ملا عبدالحلیم غوښتل د کشک کهنه په لاره ماین خښ کړي چې چاودنه یې پرې کړې ده.

فرهاد زیاتوي، په یاده چاودنه کې د ملا عبدالحلیم یو ملګری هم وژل شوی او د دواړو جسدونه په سیمه کې پاتې دي.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د ادرسکن په ولسوالۍ کې یې هغه موټرسایکل بم هم شنډ کړی چې ماینونه په کې ځای پر ځای شوي وو.

بلخوا د هرات ښار دوه عکاسان چې د ایران د ويزو فورمو ډکولو کې یې له خلکو ډېرې پیسې اخیستې، نیول شوي دي.

د هرات د والي ویاند وویل، دغو عکاسانو چې د هرات ښار په نهمه ناحیه کې یې فعالیت درلود د ایران د ویزو د نوم لیکنې لپاره له خلکو له زرو تر ۵ زرو افغانۍ اخیستې.

نوموړي زیاته کړه، یاد عکاسان د ټاکل شوي هیئت له لوري له اسنادو او شواهدو سره یو ځای تر نیول کېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.