د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: طالبانو په اروزګان کې د پوليو واکسين د تطبیق مخه نيولې

چارواکي: طالبانو په اروزګان کې د پوليو واکسين د تطبیق مخه نيولې

Jul 08, 2018 - 15:08

ترينکوټ (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۷): د اروزګان ولایت روغتیايي مسوولین وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت د پوليو د واکسين مخه نيولې ده.

څه باندې شپږ میاشتې مخکې هم وسله والو طالبانو د اروزګان ټول روغتيايي مرکزونه تړلي وو او دغه ځل يې د واکسين مخه نيولې ده.

د اروزګان د عامې روغتیا رييس ډاکتر خان اغا میاخېل وایي، طالبانو ورته ویلي که د هغوی تر واک لاندې سیمو کې د پولیو واکسین جومات په جومات پلی کوي اجازه ورکوي او که دغه پرېکړه يې نه منل کېږي؛ نو دوی به په ټول ولایت کې د واکسین لړۍ ودروي.

هغه د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د عامي روغتیا وزارت د پالیسۍ له مخې باید د واکسین کمپاین کور په کور د هغوی د رضاکارانو له خوا ورسول شي، نو له همدې امله د طالبانو دغه پرېکړه هغوی نه شي منلی نو ځکه تر دې مهاله د واکسین د کمپاین چارې ولاړې دي.

ډاکتر مياخېل وويل، د طالبانو له مشرانو سره د سره صلیب ادارې په منځګړتوب خبرې روانې دي، څو دغه ستونزه هواره او روغتیایې رضاکارانو ته اجازه ورکړل شي چې کمپاين پلی کړي.

د هغه په وينا، که تر څلور ورځو نور هم طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د پولیو واکسین د پلي کولو اجازه ورنه کړي، نو اړ دي چې دغه کمپاین یوازې په هغو سیمو کې پلی کړي چې تر دولتي حاکمیت لاندې دي.

د عامې روغتيا رييس وويل چې که طالبان د واکسین د کمپاین پر وړاندې داسې ستونزې رامنځته کوي،  نو اروزګان به د هغو ولایتونو په قطار کې راشي چې د پولیو مثبتې پېښې لري.

د دغه ولایت ځایي اوسېدونکي بیا له ښکېلو خواوو غواړي څو د روغتیا په برخه کې د ستونزو پر ځاى اسانتیاوې برابرې کړي.

د ترينکوټ د ګرم اب سیمې یو اوسېدونکى بشیر وایې، هیله لرو طالبان او دولت عامو خلکو ته روغتیایي او نور خدمات وړاندې کړي او پر وړاندې یې خنډ نه شي.

هغه له طالبانو وغوښتل څو د پولیو واکسین د پلي کولو پر وړاندې خنډ پېښ نه کړي او اجازه ورکړي څو کم عمره ماشومان واکسین شي.

طالبانو بیا په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دې ویلي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement