ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د دوو قوماندانانو تر منځ نښتې لس کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

بدخشان کې د دوو قوماندانانو تر منځ نښتې لس کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
9 Jul 2018 - 18:49
بدخشان کې د دوو قوماندانانو تر منځ نښتې لس کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
9 Jul 2018 - 18:49

فيض اباد(پژواک،١٨چنګاښ٩٧): دبدخشان ځايي سرچينې وايي، ددغه ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي ګوندونو د دوو پخوانیو قوماندانانو د وسله والو تر منځ په نښته کې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وویل، د بهارک ولسوالۍ امنیه قوماندان پاسوال قاري عبدالودود چې د حزب اسلامي ګوند پخوانی قوماندان هم و او د جمعیت اسلامي ګوند د پخواني قوماندان چې اوس د بهارک ولسوالۍ ښاروال دی، د وسله والو تر منځ د خپل منځي اختلاف له امله نښته رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، په دغه نښته کې د دواړو لورو شاوخوا څلور تنه وژل شوي او شپږ ملکي کسان ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړه: ((د مولوي عبدالحمید د قضیې په تړاو یې د قاري عبدالودود یو کس نیولی او   پوښتنې ترې روانې دي، همدرانګه یې سیمې ته د پېښې د لامل معلومولو په موخه یو پلاوی استولی دی.))

د بدخشان د ولایتي شورا غړي احمد جاوېد مجددي وویل، د بهارک امنیه قوماندان چې د خلکو د سر او مال د ساتلو دنده لري تر دې مهاله څو ځله د ښاروالۍ له کارکوونکو سره نښته کړې چې له امله یې څو ملکي کسان وژل شوي او ټپيان دي.

نوموړی نیوکه کوي او وايي، د بدخشان امنیه قوماندان او امنيتي چارواکو د ولایت په کچه د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره عملي ګام نه دی پورته کړی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.