ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات اوسېدونکي د بې کیفیته نفتي توکو او ګاز له واردېدو شکایت کوي

د هرات اوسېدونکي د بې کیفیته نفتي توکو او ګاز له واردېدو شکایت کوي

author avatar
9 Jul 2018 - 17:22
د هرات اوسېدونکي د بې کیفیته نفتي توکو او ګاز له واردېدو شکایت کوي
author avatar
9 Jul 2018 - 17:22

هرات(پژواک،١٨چنګاښ٩٧): د هرات یوشمېر اوسېدونکي دغه ولایت ته د بې کیفیته نفتي توکو او ګاز له واردېدوشکایت کوي او وايي، له بې کیفیته نفتي توکو او ګاز څخه استفاده له مالي زيان سربېره د ژوند پر چاپېریال هم بد اغېز کوي.

د هرات اوسېدونکي له حکومته غواړي چې هېواد ته د بې کیفیته توکو د واردېدو مخه ونیسي.

په دغه ښار کې ټکسي چلوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل: (( له بده مرغه هغه تېل چې هرات ته راوړل کېږي له یو یا دوه د تېلو ټانک څخه پرته نور ټول بې کیفیته تېل واردوي.))

د هرات ښار بل موټرچلوونکی منصور هم اندېښنه څرګندوي چې حکومت د بې کیفیته نفتي توکو د واردولو په برخه کې هېڅ پاملرنه نه کوي.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: (( د بې کیفیته تېلو راوړل یو لوی ګواښ دی او دغه تېل موټر استهلاک کوي او د ژوند چاپېریال خرابوي.))

په همدې حال کې د سون توکو یو شمېر پلورونکي وايي، دوی له سوداګرو څخه باکیفیته تېل اخلي او په خلکو یې پلوري.

د سون توکو پلورونکي سیدولي شاه مني چې یو شمېر سوداګر هېواد په ځانګړي ډول هرات ته بې کیفیته توکي واردوي، دا د یاد ولایت د نورم او سټنډرډ ادارې مسوولیت دی چې د دغو توکو د راوړو مخه ونیسي.

د هرات د نورم او سټنډرډ ادارې رییس واسع خادمي پژواک ته وویل، بې کیفیته او کم کیفیته سون توکي له بېلابېلو لارو په ځانګړي ډول نیمروز، فراه او ان هرات څخه لویديځو ولایتونو ته وارېدېږي.

نوموړي زیاته کړه: (( هيڅوک داخبره نه شي رد کولی چې هرات ته بې کیفیته تېل او ګاز واردېږي، کلونه کېږي چې موږ د بې کیفیته تېلو په تړاو خبرې کوو، کلونه کېږي چې موږ د ناقانونه بندرونو شتون تاییدوو.))

خو د هرات د والي ویاند جیلاني ځواک هم دغه ولایت ته له ناقانونه لارې د بې کیفیته تېلو د راوړو خبره نه ردوي، خو د دغو توکو د مخنیوي لپاره په رسمي او نورو ځایونو کې د تازه کړنلارو د جوړېدو خبر ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: ((غیرقانوني مرزونه موجود دي؛ خو امنیتي ادارې او سرحدي ځواکونه دنده لري چې د نشه يي توکو او ان د بې کیفیته موادو مخه ونیسي، د هرات سرحدي ځواکونه دا کار کوي او له دې وړاندې یې هم د بې کیفیته ګاز او نفتي توکو مخه نیولې ده.))

داپه داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د نورم او سټنډرډ ادارې ویلي و، د سرحدي پولیسو د کمښت او په پولو کې د فساد دشتون له امله هرکال هېواد ته دوه ميلیون ټنه نفتي توکي په قاچاقي ډول روړل کېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.