ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې اووه طالبان وژل شوي

ننګرهار کې اووه طالبان وژل شوي

author avatar
9 Jul 2018 - 16:59
ننګرهار کې اووه طالبان وژل شوي
author avatar
9 Jul 2018 - 16:59

جلال اباد-اسعداباد(پژواک،۱۸چنګاښ۹۷):ننګرهار کې د افغان ځواکونو په عملياتو کې اووه طالبان وژل شوي او د کونړ ولايت، نورګل ولسوالۍ د داعش وسله والو له شتون څخه پاکه شوې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د چنګاښ په ۱۸مه پژواک ته وويل چې تېره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو په مشرۍ د سرحدي قواوو، ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو له لوري د وسله والو د ځپلو په موخه عمليات پيل شول.

هغه وايي، د دغو عملياتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷ طالبان وژل شوي چې د درېيو تنو جسدونه يې هم د جګړې په سيمه کې پاتې شوي او دغه راز د هغوی يو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

بلخوا په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن شېرين اقا فقيري وويل، چې د "قهر سيلاب پنځه" په نوم د دغو عملياتو موخه د وسله والو ځپل، په سيمه کې د ولسي پاڅون کوونکو ځواکمنتيا او راتلونکو ټاکنو ته د زمينې برابرول دي.

دغه راز د سيمې يوتن قومي مشر ملک صديق پژواک ته وويل، عمليات له پرون راهيسې روان دي؛ خو د نورو جزيياتو په تړاو يې معلومات نه درلودل.

دغه راز د يوبل خبر له مخې، د کونړ ولايت نورګل ولسوالۍ د داعش وسله والو له شتون څخه پاکه شوه.

د کونړ د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريد الله دهقان پژواک ته وويل چې درې ورځې وړاندې افغان ځواکونو د داعش وسله والو د ځپلو په موخه په نورګل ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي و.

ده زياته کړه: (( له څه مودې راهيسې د نورګل په مزار درې سيمه کې داعش وسله والو تحرکات پيل کړي و او غوښتل يې چې د اسعداباد-جلال اباد لويه لار نا امنه کړي خو افغان ځواکونو يې پر وړاندې عمليات پيل کړل.))

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې عملياتو کې دوه داعش وسله وال وژل شوي، دوه ټپيان دي او يو بل له وسلو سره ژوندى نيول شوى دى.

د هغه په وينا، مزار دره او په ټوله کې نورګل ولسوالۍ د داعش وسله والو له شتون څخه پاکه شوه او افغان امنيتي ځواکونو په کې پوستې جوړې کړې دي.

طالب او داعش وسله والو تر اوسه د يادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

داسې مهال داعش وسله وال په نورګل کې وسله وال فعاليت پيلوي چې څو کاله وړاندې دغه ولسوالۍ You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.