ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی

author avatar
9 Jul 2018 - 18:54
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی
author avatar
9 Jul 2018 - 18:54

 کابل (پژواک، ۱۸چنګاښ ۹۷): حکومتي سرچینې وايي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.

ټاکل شوې چې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په دې سفرکې له ولسمشرمحمد اشرف غني سره په ارګ کې لیدنه او خبري اترې وکړي.

 تر اوسه د دې لیدنې جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو حکومتي سرچینې وايي چې ټاکل شوې څو ولسمشرمحمد اشرف غني او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن له غرمې وروسته په یو ګډ خبري کنفرانس کې ګډون وکړي.

د امریکا دبهرنیو چارو وزیرپه توګه د مایک پامپیو له ټاکل کېدو څخه وروسته دا افغانستان ته د هغه لومړی سفر دی.

د امریکا یاد لوړپوړي چارواکي په داسې حال کې کابل ته سفر کړی چې په دې وروستیوکې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته زور ورکړی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.