ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ٨٠٨ پامير زون جنايي امر ټپي شو

د ٨٠٨ پامير زون جنايي امر ټپي شو

author avatar
9 Jul 2018 - 11:34
د ٨٠٨ پامير زون جنايي امر ټپي شو
author avatar
9 Jul 2018 - 11:34

کندوزښار(پژواک،١٨چنګاښ٩٧): په کندوز کې د وسله والو طالبانو د بريد له امله د ٨٠٨ پامير زون جنايي امر او يو ساتونکى ټپيان شوي او يو بل ساتونکى يې وژل شوى دى.

د کندوز د دويمې امنيتي حوزې امر څارمن بشيراحمد طاووس د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې حوزې په مربوطاتو کې د پوليسو ٨٠٨ پامير زون د جنايي امر سمونوال محمد جان پر موټرو وسله وال بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دې کمين کې خپله محمد جان او يو ساتونکى يې ټپيان شوي او يو بل ساتونکى يې وژل شوى دى.

ده وويل چې محمد جان دا مهال په روغتون کې دى او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

طاووس زياته کړه: (( کله چې موږ ور ورسېدو طالبان له ساحې څخه وتښتېدل، خو دغه مرګ ژوبله يې رامنځته کړې وه.))

دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي شاکرالله پژواک ته وويل: (( تېره شپه شاوخوا لس بجې ډېرې ډزې وشوې، خو د پېښې په اړه نور معلومات نه لرم.))

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.