کابل (پژواک، ۱۸چنګاښ ۹۷): په ټاکنو کې له ګډون څخه د بندیانو پاتې کېدو په تړاو په داسي حال کې اندېښنې شتون لري چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په دوه ورځو کې به د بندیانو نوم لیکنې نېټه اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت د محابسو او توقیف خونو ریاست د معلوماتوله مخې، د افغانستان په زندانونو کې د زر ښځو په ګډون کابو ۳۵ زره بندیان د بند شپي او ورځې تېروي.
د ټاکنو کمېسیون د غبرګولي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته ویلي چې ټاکنو کې د بندیانو د ګډون کړنلاره تصویب شوې او ټاکل شوې چې د رایه ورکونکو د نوم لیکنې تر پای پورې ( د چنګاښ پنځلسمه) په شرایطو د برابر زندانیانو نوم لیکنه ( هغه زندانیان چې د محکمې له لوري ټاکنو کې له ګډون څخه محروم شوي نه وي) هم ترسره شي.
خو تر نن ورځې( د چنګاښ ۱۸مه) چې د نوم لیکنې بهیر له پای ته رسېدو څخه درې ورځې تېرې شوې دي، لاهم په شرایطو د برابرو بندیانو نوم لیکنه نه ده شوې.
د کورنیوچارو وزارت د محابسو او توقیف خونو رییس لوی پاسوال عبدالعلیم کوهستاني وویل چې تر اوسه یواځې د لغمان ولایت په زندان کې چې د بندیانو شمېر یې ۱۵۰کسانو ته رسېږي، د رایه ورکونکو نوم لیکنې پروګرام پیل شوی، خو هغه نور جزییات ور نه کړل.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په ټولیز ډول د افغانستان په زندانونو کې د زر ښځینه بندیانو په ګډون کابو ۳۵ زره زندانیان بندیان دي، شاوخوا ۴۰ سلنه یې هغه بندیان دي چې د بنده موده یې له لسو کلونو څخه زیاته ده او ښايي د یادې څلوېښت سلنې زیاته برخه په ټاکنو کې د ګډون حق و نه لري.
د کوهستاني څرګندونو ته په پام سره ویلی شوچې شاوخوا ۲۱ زره بندیان ټاکنو کې د رايې ورکولوحق لري او که ورته زمینه مساعده نه شي، یاد شمېر بندیان به له خپل حق څخه محروم شي.
هغه وویل چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تر اوسه د ټاکنو مهال وېش په پام کې نیولو کې پاتې راغلی چې په ټاکنو کې د خلکو ګډون په برخه کې جدي زیانونه رامنځ ته کولی شي.
نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې په ولسواکو بهیرونوکې د خلکو ټولیز ګډون، یو نړیوال منل شوی اصل دی، زیاته یې کړه چې د ټاکنو مهال وېش له مخې، په شرایطو د برابرو زندانیانود نوم لیکنې بهیر باید په ټاکلې نېټه د استثنايي او ځانګړو کړنلارو له مخې بشپړ شوی وای.
هغه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې د ټاکنو کمېسیون د ټاکنو مهال وېش د مراعات کولو په برخه کې پاتې راغلی او دا کړنه ښیي چې کمېسیون ترې سرغړونه کوي او درناوی یې نه کوي.
د فیفا رییس په باور، که مهال وېش په سیستماتیک ډول نقض شي او کمېسیون په سم ، کره او ځانګړي ډول چارې پر مخ یو نسي، د ټاکنو وروستي پړاونه به زیانمن کړي.
د نوموړي په وینا، که ټاکنیز پروګرامونه تطبیق نه شي، خلک به په پراخ ډول ټاکنو کې ګډون و نه کړي چې دا به د کمېسیون په پالیسيو کې یوه کمزوري وي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن