جلال اباد (پژواک،۱۸چنګاښ۹۷):د ننګرهار چارواکي وايي چې په افغانستان کې د چين هېواد سفير ورسره په دغه ولايت کې د سوداګرۍ، کانونو، کرنې او بيارغونې برخو کې د خپل هېواد د مرستو ډاډ ورکړی دی.
د دغه هېواد سفير ليو جين سونګ دا ژمنه د ننګرهار له والي حيات الله حيات سره د خپل کار په دفتر کې د ليدنې پرمهال کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوياڼي د چنګاښ په ۱۸مه پژواک ته وويل چې د ننګرهار والي پرون د چين له سفير سره په کابل کې ليدلي دي.
د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، والي حیات الله حیات د خبرو پر مهال د چین هېواد د ترسره شوو مرستو،د سولې په برخه کې د منځګړیتوب او یو شمېر نورو مرستو يادونه وکړه او همدا راز یې په دغه ولایت کې د سوداګرۍ، کانونو، کرنې، له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو او په بېلابېلو برخو کې د پرمختیایي چارو د ترسره کېدو په برخه کې د مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، د ننګرهار والي د چين سفير ته وويل چې ګڼ شمېر سوداګر له چین هېواد څخه توکي ننګرهار ته را لېږدوي او دې سوداګرو ته یې د سهولتونو برابرولو په موخه په دغه ولایت کې د چین د قونسلګرۍ د پرانیستې او ننګرهار ته د چین هېواد د سفیر د رسمي سفر وړاندیز وکړ.
د والي وياند په وينا، په افغانستان کې د چین سفیر ليوجين سونګ وویل، تر دې وروسته به د ننګرهار جلغوزي د پاکستان د نوم پر ځای د افغانستان په نوم په مستقیم ډول چین هېواد ته صادرېږي، همدا راز یې د دې ولایت ماربلو ته په چین کې د لا زیات بازار موندنې ژمنه وکړه .
د چین سفیر همدا راز له کډوالۍ را ستنوو شوو کورنیو سره د سرپناه،حرفوي زده کړو، کرنې او مالدارۍ او نورو برخو کې د مرستې ژمنه وکړه او همدا راز یې د اړیکو د پراختیا په موخه ننګرهار والي ته د چین هېواد د سفر بلنه ورکړه.
نوموړي زیاته کړه، د دې سفر پر مهال به له سوداګرو سره ناستې ترسره شي، ترڅو په مستقیم ډول سره هوکړې رامنځته او د دواړو لورو کاروبار ته پراختیا ورکړل شي.
د خوږياڼي په خبره، د دې ناستې پر مهال دواړو مشرانو پر یو شمېر مهمو دیپلوماتیکو او نورو موضوعاتو هم خبرې اترې کړې دي.
د يادولو ده چې چين تر دې وړاندې هم له افغانستان او په ځانګړي توګه له ننګرهار سره په بېلابېلو برخو کې ګڼې مرستې کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن