ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لغمان کې د دوه دولتي سوداګريزو ودانیو د جوړېدو چارې پيل شوې

لغمان کې د دوه دولتي سوداګريزو ودانیو د جوړېدو چارې پيل شوې

author avatar
9 Jul 2018 - 17:44
لغمان کې د دوه دولتي سوداګريزو ودانیو د جوړېدو چارې پيل شوې
author avatar
9 Jul 2018 - 17:44

جلال اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۷):د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه دولتي لوړپوړیزو سوداګريزو ودانیو د جوړولو چارې پيل شوې.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ۱۸مه پژواک خبري اژانس  ته وويل چې د مرکز اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د دوو لوړپوړیزه تجارتي ودانیو د جوړولو کار نن د لغمان والي محمد اصف ننګ، د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي او د یو شمېر مسوولینو له خوا د بنسټ ډبرې په اېښودو سره رسما پیل شو.

دی وايي، دغه دوه تجارتي ودانۍ په درې-درې پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول د يو کال په موده کې جوړيږي.

هغه وايي چې د دې ودانيو د جوړېدو لګښت د لغمان د ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي.

ځواک زياته کړه چې د دغو دوه سوداګریزو ودانیو په جوړېدو سره به د سوداګرو ترڅنګ خلکو ته هم د اړتيا وړ توکو د پيرلو اسانتياوې رامنځته شي.

دی وايي، د دغو ودانيو جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودو پرمهال د لغمان والي په هغو ساختماني شرکتونو، چې دا ودانۍ جوړوي  غږ وکړ چې د کارونو کيفيت ته ډېره پاملرنه وکړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو سوداګريزو ودانيو په جوړېدو سره به ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي او د سيمې د ښکلا په برخه کې به هم مهم رول ولوبوي.

په همدې حال کې د لغمان ولايت د مهترلام ښار اوسېدونکی سيف الرحمن ساپي وايي چې د يادو ودانيو د رغنيزو چارو کيفيت ته بايد ډېره پاملرنه وشي.

هغه زياته کړه: (( پخوا دلته د ولايت مېلمستون هم جوړ شوی و، سل ميليونه افغانۍ پرې مصرف شوی و؛ خو ټول د شل ميليونه افغانيو نه و، خدمات يې هم کم دي؛ نو هيله ده چې دا هغسې پروژه نه شي.))

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.