جلال اباد (پژواک، ۱۸ چنګاښ ۹۷):د لغمان مرکز مهترلام ښار کې د نږدې ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د دوه دولتي لوړپوړیزو سوداګريزو ودانیو د جوړولو چارې پيل شوې.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مرکز اړوند سلطان غازي بابا ښارګوټي کې د دوو لوړپوړیزه تجارتي ودانیو د جوړولو کار نن د لغمان والي محمد اصف ننګ، د مهترلام ښاروال انجنیر نظیف الله الکوزي او د یو شمېر مسوولینو له خوا د بنسټ ډبرې په اېښودو سره رسما پیل شو.
دی وايي، دغه دوه تجارتي ودانۍ په درې-درې پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول د يو کال په موده کې جوړيږي.
هغه وايي چې د دې ودانيو د جوړېدو لګښت د لغمان د ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي.
ځواک زياته کړه چې د دغو دوه سوداګریزو ودانیو په جوړېدو سره به د سوداګرو ترڅنګ خلکو ته هم د اړتيا وړ توکو د پيرلو اسانتياوې رامنځته شي.
دی وايي، د دغو ودانيو جوړېدو د بنسټ ډبرې کېښودو پرمهال د لغمان والي په هغو ساختماني شرکتونو، چې دا ودانۍ جوړوي غږ وکړ چې د کارونو کيفيت ته ډېره پاملرنه وکړي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د دغو سوداګريزو ودانيو په جوړېدو سره به ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمينه هم برابره شي او د سيمې د ښکلا په برخه کې به هم مهم رول ولوبوي.
په همدې حال کې د لغمان ولايت د مهترلام ښار اوسېدونکی سيف الرحمن ساپي وايي چې د يادو ودانيو د رغنيزو چارو کيفيت ته بايد ډېره پاملرنه وشي.
هغه زياته کړه: (( پخوا دلته د ولايت مېلمستون هم جوړ شوی و، سل ميليونه افغانۍ پرې مصرف شوی و؛ خو ټول د شل ميليونه افغانيو نه و، خدمات يې هم کم دي؛ نو هيله ده چې دا هغسې پروژه نه شي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن